تاند- په بلوچستان ایالت کې، چې په ډېرو بلوڅ مېشتو سیمو کې یې د پاکستان حکومت حاکمیت نه لري، ځیني بلوڅ مشران د سرشمېرنې مخالفت کوي.
دا په داسي حال کې ده چې پر پخوانیو سرشمېرنو پښتنو ملتپالو ګوندونو اعتراض درلود او ویل یې چې په شویو سرشمېرنو کې درغلي شوې او د پښتنو فیصدي لږه ښودل شوې، حال دا چې پښتانه په بلوچستان ایالت کې تر ټولو ډېر دي.
خو دا لومړی ځل دی چې بلوڅ ملتپال ګوندونه په بلوچستان کې د سرشمېرنې پر سر په خپل منځ کې اختلاف لري.
بلوڅ ملتپال ګوندونه د سرشمېرنې پر سر په دوو برخو وېشل شوي دي.
هغه بلوڅان، چې خپلواکي غواړي، نه یوازې د انتخاباتو او سرشمېرنې مخالف دي، بلکې په وړاندې یې مبارزه هم کوي.
خو له بلې خوا هغه بلوڅان، چې د پاکستان په ملي او صوبايی جرګو کې غړي لري، د پښتنو ملتپالو په شان د انتخاباتو او سرشمېرنې ملاتړ کوي خو وايي چې ښايي د بلوچستان په اوسنیو حالاتو کې سرشمېرنه ونه شي.
د بلوچستان د ملي ګوند (نشنل پارټي) مشر اختر مینګل د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل چې بلوچستان په اور کې سوځي او له کبله یې ټول بلوڅان مجبوره شوي چې کور اور پرېږدي او نورو سیمو ته ولېږدي.
بلوڅ ملتپال دا هم وايي چې اوس په بلوچستان کې په لکونو افغانان هم مېشت دي او ډېرو یې پاکستاني اسناد ترلاسه کړي دي.
په ۱۹۹۸ م کال، چې بلوڅ ملتپال سردار اختر مینګل د بلوچستان اعلي وزیر و، په بلوچستان کې سرشمېرنه وشوه خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په شمول ډېرو پښتنو سرشمېرنه بایکاټ کړه.
د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان کاکړ وايي چې د ۱۹۹۸ کال سرشمېرنې يښتانه اقلیت کړل.
ده وویل چې پخوا په بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅو شمېر برابر و، خو په ۱۹۷۱ کې حکومت، چې د بلوڅو په لاس کې و، بلوڅان اکثریت کړل.
ده وویل چې صوبايي حکومت د پښتنو نفوس له ۵۰ فیصدو څخه ۳۰ فیصدو ته راټیټ کړ او د بلوڅانو فیصدي یې له ۵۰ فیصدو څخه ۷۰ فیصدو ته لوړه کړه.
ښاغلي کاکړ په بلوچستان کې د افغان مهاجرو د موجودیت له کبله له سرشمېرنې سره مخالفت یوه پلمه وبلله. ده
وویل:«زموږ بلوڅ وروڼه وايي چې په بلوچستان کې ۴ ملیونه افغانان مېشت دي، دا خورا بې اساسه خبره ده. ۴ ملیونه خو د پښتنو او بلوڅو رای ورکوونکو او شناختي کارد لرونکو شمېر هم نه دی. »
د پاکستان حکومت تېر کال اعلان کړی و چې په ۲۰۱۶ م کال کې به په بلوچستان کې سرشمېرنه کېږي.
پښتانه او بلوڅ په ټول تاریخ کې له یو بل سره نژدې پاتې شوي، د یوبل ملاتړ یې کړی خو اوس چې بلوڅانو پاڅون کړی، هڅه کېږي چې د بلوڅانو خپلواکي غوښتونکې هڅې د پښتنو او بلوڅو ترمنځ پر اختلافاتو بدلې شي.