خبريال:حکيمي

لکه څرنګه چي  د جون (۲۰ مه)  نيټه د کډوالو  ونړيوالي ورځي ته ځانګړي سوي ده او هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د دي ورځي په مناسبت او د کډوالو د ستونزو د هوارولو  او پرمختګ لپاره ملګري ملتونه او د نړی هيوادونه غونډي تر سره کوي ، چي په دي هيوادونو کي زموږ افغان هيواد هم شامل دی ، چي په ميليونونو افغانان يي اوس هم په بهرني هيوادونو کي د کډوالی شپي او ورځي سبا کوي .

چي زيات افغانان د ډيورنډ د کرښي دې غاړي په بلوچستان آيالت او خيبر پښتونخوا کي ميشت دي ، چي نن په لورلای په پنډغالواودزړو سرانانو په پنځلسم نمبر ښوونځی کي ددي ورځي په مناسبت د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره د اړوندو ادارو څخه په غوښتونود سهارلخوا ترسره کړي .
چي په زړوسرانانوکې ويادي غونډي ته عبدالوسع پوپل،سردارولي پښتونزي،حاجي حيات الله خان،دکوچينيانودساتني او روزني ادارې مسول غفارخان،يو،اين،ايچ،سي،ار استازي اورنګزيب خان، د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني مشر ښاغلي ظاهر پښتون ،ښوونکي نعمت الله خان په بلوچستان کي د افغان کډوالو پر ستونزو خبري وکړي .

او د هغو ټولو اړوندو ادارو څخه يي په جدي توګه  د کډوالو د ستونزودحل کولوغوښتنه وکړه .

خو د ټولوافغان کډوالو استازو په يوه خوله  د افغان کډوالو د تعليم،اوبو،روغتيا،(پي،او،اردکارډو) پرستونزو ، د ښوونکو تنخوا د کمښت او د پر وخت د ورکړي ، و نوي او زړو سرانانو ته د اوبو د ستونزي حل کولو غوښتنه وکړه او نوموړو زياته کړه  چي زموږ هدف سياسي نه بلکي يوازي او يوازي زموږ د ستونزو حل دی  . او د هغو ټولو ادارو څخه مننه کوو چي زموږ د ستونزوپه هوارولو کي يي دوامداره مرستي کړي دي .

موږ د هيڅي يوي اداري نه د کوم کس مخالف يو ټول موږ ته د قدر وړ دي ، خو چي زموږ ستونزي په صحيح توګه د خپلو قوانينواو پاليسيو مطابق حل کړي .

چي د يادو مشرانو د ويناوو څخه وروسته د ښوونځيو زده کوونکو او شاعرانو د کډوالو په اړوند جوړ سوي شعرونه او تراني ګډونوالو ته زمزمه کړي اوغونډه دغرمي پر دولس بجي پای ته ورسيدل.

اوهيره دي نه وي چي د جون پر پنځلسمه نيټه د ټول بلوچستان په سطح په نوي سرانانو کې دکډوالودستونزو په اړوند غونډه جوريږي

چي دټولو افغان کډوالو استازي او د اړوند ادارو مسؤلين به په کښي برخه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *