خبريال:حکيمي –
دا وخت په بلوچستان کي زياتره افغان کډوال د بلوچستان په مختلفو سيمو کي په ۱۲ پنډغالو کي ميشت دي ، چي دوه پنډغالي يي د پاکستان دحکومت او يو اين ايچ سي آر له خوا د بشري مرستو څخه منع اعلان سوي ، چي په يادو پنډغالو (ګردي ځنګل او ځنګل پيرعلي زي ) کي په زرګونو ماشومان د زده کړي له نعمت څخه بي برخي او برخليک يي لا تر اوسه نه دی معلوم او په پاتو لسو پنډغالو کي د يو اين ايچ سي آر تر څار لاندي مختلفي انجوګاني په تعليم ، صحت او اوبو کي څه ناڅه مرسته ورسره کوي ، خو هغه شانتي نه دي کوم چي افغان کډوال ورته اړتياوي لري .
چي لويه ستونزه د تعليم (زده کړي ) ده ، خو دکلونو کلونو په تيريدو لا تر اوسه په يادو پنډغالو کي د افغان ماشومانو ستونزي نه دي حل سوي .
کوم افغانان چي په يادو پنډغالو کي دي د هغو لويه ستونزه اقتصادي او د کار نه شتون دی ، چي دغه افغانان زياتره په بټيو کي د خښتو موښولو ، دکويلې د را ايستلو او په کراچي ښارکي پر ډيرانونو د کاغذونو په ټولولو او همدا رنګه په مختلفو شاقه کارونو باندي و خپلو بچيانو ته د روزی پيدا کولو لپاره بوخت دي .
خو ددوی د بوختيا تر څنګ يي هغه بچيان چي په ښوونځيو کي په زده کړي کوي ، هم د پلرونو سره په يادو شاقه کارونو کي په کار کولو بوخت وي ، چي ددغو کارونو له وجي هر تعليمي کال په زرګونو ماشومان د ښوونځيو پريښودلو ته اړ کيږي . هيره دي نه وي دا هم هغه ماشومان دي چي عمرونه يي د ۱۸ کالو څخه ډير ټيټ وي .
د دي ستونزي په اړوند په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني مشر ښاغلي ظاهر پښتون يوه سروي پيل کړي
هره ورځ دهغو زده کوونکو ليدنه او د ستونزو معلومات يې کوي چي زموږ څومره افغان کډوال ماشومان د زده کړي ترڅنګ دا شاقه کارونه کوي او څومره ماشومانو ښوونځۍ پريږدي او څنګه وکولای سو دخپلو ماشومانو د زده کړي دپريښيدو مخنوی وکړو؟
په دي اړوند مي د ښاغلي ظاهرپښتون څخه پوښتل : چي ستاسي د دي کار څخه هدف څه دی ؟
پښتون: زما او دملګرو هدف دخپلو افغان ماشومانو زده کړه ده او ددي شاقه کارونو دمخنوي لپاره مبارزه ده چي هغه اداري چي زموږ مسوليت يې په غاړه دی او زموږ په نامه پنډونه راوړي او نړيوالو ته وايې چي موږ دکډوالو ستونزي په اوارو اما د دوی په وړاندې هر تعليمي کال په زرګونو ماشومان ښوونځۍ پريږدي ولي علت يې نه په لټل کيږي او نه د بيرته راتلو لپاره هڅي کيږي نو موږ غواړو چي دا د رسنيو له لاري روښانه کړو چي يادي اداري کومي اعداوي کوي هغه بي بنسټه دي.
آيا ددي ستونزو د مخنيوي لپاري په بلوچستان کي دملګرو ملتونو عالي سازمان يو اين ايچ سي آر او نورو اړوندو ادارو څه نه دي کړي ؟
ښاغلي پښتون په ځواب کي راته وويل : «چي داستونزه يوه پټه ستونزه نه ده چي څوک يي نه ويني ، ټولواړوندو ادارو ته د هري ښوونځي د اداري له خوا د زده کوونکو د ښوونځيو دپريښودلو راپورونه ورکول کيږي ، خو د ستونزو د مخنيوي په اړوند د يادو ادارو له خوا کوم عکس العمل نه دی ښکاره سوی ، چي دا لويه ستونزه دبشري حقوقو په اداري پوري هم اړوند لري ، چي له -۱۲ آن تر ۱۴ کلونو ماشومانو پوري دا سخت کارونه کوي ، چي د ملګرو ملتونو له خوا څخه دا پريکړه سوي ده ، چي د ۱۸ کالو څخه کم عمره ماشومان بايد درانده کارونه ونه کړي ، خو ددوی په وړاندي دا کړني تر سره کيږي» .
همدارنګه ښاغلي زياته کړه : «چي زموږ ستونزي نړيوالي دي ځکه چي نړيوالي اداري زموږ سره کار کوي . بايد ددي ستونزو په راپورته کولو کي دانسانيت او بشريت په خاطر رسنۍ (مطبوعات) رغنده رول ولوبوي او راسي د ټولو پنډغالو څخه ليدنه وکړي او هغه ماشومان وګوري کوم چي په بټيو کي د خښتو موښولو او يا د کويلې په غروکي د کويلې په را ايستلو کي د خپلو پلرو تر څنګ کار کوي» .