دا غونډه نن د پنجشنبه په ورځ د نومبر پر (۲۱) مه نيټه د سهار پر ۹ بجي په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني په زيار د نوي سرانانو په دوولسم نمبر د افغانانو په ښوونځی کي په ښه شانداره توګه پيل سوه .
چي په دي غونډه کي د ځنګل پيرعليزي ، سرخاب ، زړو سرانانو ، مسلم باغ، کچلاک ، پښين او د کوټي د ښارڅخه په کښې افغان کډوالو ، مشرانو ، ښوونکو، سرښوونکو ، ځوانانو ، او زده کوونکو ګډون درلود .
ياده غونډه پر دوو برخو ويشل شوي وه ، چي لومړی برخه کي يي مشرانو لکه هر يو : په بلوچستان کي د افغان کډوالو دځوانانو او ښوونکو د ټولني مشر ښاغلي ظاهر پښتون ، عبدالواسع پوپل ، داروخان اعتمادي ، مالک خان نيکزاد، مولوي خيرمحمد خير خوا ، خان محمد افغان مل ، ملک محمد نادر خان سليمانخيل او نورو ويناوي وکړي ، چي په خپلو ويناوو کي يي د افغان کډوالو
د زده کوونکو او ښوونکو پرستونزو وږغيدل او د چارواکو څخه يي په حل کولو کي جدي غوښتنه وکړه .
د ويناوو څخه وروسته د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د زده کړي سيالۍ وسوي، چي دهر ټولګی دوه تنه زده کوونکي د بلي ټولګي د دوه تنه زده کوونکو په مقابله کي وه .
د ښوونکو د ښه زيار په نتيجه کي ټولي سيالۍ په مساوي شان ته پای ته ورسيدي. نو غونډه د غرمي پر ۱۲ بجي د سياليو څخه وروسته پای ته ورسيده او په اخيره کي يي د افغان کډوالو د ځوانانواو ښوونکو د ټولني له خوا راغلو ميلمنوګډونوالو ته ډوډی دورکړل سوه
