خبريال : حکيمي –

نن په بلوچستان کې د افغان کډوالو په پنډغالو نوی سرانان ، زوړ سرانان ، چاغي ، ليجي کاريز او پوستي  کې د ښوونځيو د زده کوونکو سره د کوچنيانو د ساتنې او روزنې د ادارې له خوا د لومړۍ ټولګۍ څخه تر لسم ټولګۍ پوري د تحفې په ډول د موادو مرسته وسوه .

چې د نجونو د لومړۍ تولګۍ و هرې زده کوونکي ته يو د سر شال ، د نجونو دويم ټولګۍ وهرې زده کوونکي ته يوه جوړه کالي او د نجونو د دريم ټولګۍ څخه تر شپږم ټولګۍ پوري و هرې زده کوونکې ته يو لاسي ساعت ، يو د سر شال او يوه جوړه کالي ورکړل سوه . او د نجونو د اووم ټولګۍ څخه تر لسم ټولګۍ پوري و هرې زده کوونکې ته يو لاسي ساعت او يو د سر شال ورکړل سوه.

همدارنګه هلکانو زده کوونکو ته د شپږم ټولګۍ  څخه تر نهم ټولګۍ پوري و هر زده کوونکي ته يو لاسي ساعت ورکړل سو.

د دې مرستو په اړوند په بلوچستان کې د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولنې مشر ښاغلي ظاهر پښتون زياته کړه : (چې د کوچنيانو د ساتنې او روزنې ادارې د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۱۵ کال پوري زموږ د افغان کډوالو سره د زده کړې په برخه کې نه ستړي کيدونکې هڅي او کوښښونه د ستايلو وړ دي .

دا د نن ورځي مرسته يې د افغان کډوالو د پنډغالو په ښوونځيو کې د زده کوونکو د غير حاضرۍ د مخنيوي او د افغان کډوالو د بچيانو و ښوونځيو ته د لاتشويق لپاره ډيرې ګټورې دي.

1موږ ټول افغان کډوالو د يادې ادارې د هلو ځلو او دومداره مرستو منندوی يو).

پاته دي نه وي چې په راتلوونکو اونيو کې د سرخاب او لورلايې په پنډغالو کې به هم دا مرستې د ښوونځيو زده کوونکو ته ورکړل سي.

One thought on “په بلوچستان کې د افغان ښوونځيو د زده کوونکو سره مرسته وسوه”
  1. گرانه استاده سلام.

    هیسکله به د ددی موسسی دا دوه ساعت او شالونه نه یادوی.
    نوموڑی مرستندویه موسسه دی مهربانی وکڑی شاگرانو ته دی کتابجی او قلمونه راوڑی.تر اوس یو شاگرد قلم او کتابچه نلری.

    د مکتب د شروع دری میاشتی وشوی یوازی یوه نیمه میاشت پاتی ده 4نیمی میاشتنی امتحان ته تر اوس یو شاگرد قلم هم نلری.

ځواب دلته پرېږدئ