خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد (د کب، حوت ۱۲ مه ۱۳۹۸)
د بلوڅ کلتور نړيواله ورځ د بلوچستان د مرکز کوټې ترڅنګ د ايالت په ټولو بلوڅ مېشته سيمو کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. د مارچ مياشتې دوهمه نېټه هرکال د بلوڅانو د کلتوري ورځې په توګه لمانځل کېږي.
د کوټې ترڅنګ د ايالت په نورو بلوڅ مېشته سيمو لکه نوشکي، خاران، ډهاډر، تربت، مستونګ، کلات، مکران، خضدار، نصيراباد، دالبندين، او مچ بولان سيمو کې ځوانانو خپله کلتوري ورځ په جشنونو او غونډو سره ولمانځله.
په کراچۍ، ملتان او اسلام اباد کې هم ځوانان د دې ورځې لمانځلو ته سره رايوځای شوي وو. په غونډو کې د بلوڅي مېرمنو په لاس جوړې شوې جامې او نور کلتوري توکي هم نندارې ته ايښوول شوي وو. بلوڅ ځوانانو بيا په اتڼ يا بلوڅي چاپ ورځ ولمانځله.
په جشنونو کې شريکو ځوانانو او پېغلو وويل، چې له تېرې يوې لسيزې راهيسې د بلوڅ کلتور نړيواله ورځ نه يوازي په بلوچستان، پنجاب او سند ايالتونو کې بلکې په اروپا او امريکا کې هم لمانځل کېږي. د مارچ دوهمه نېټه د بلوڅانو لپاره ډېره تاریخي ورځ ده، او دوی يې د اختر د ورځې غوندې لمانځي. د کلتوري ورځې په لمانځلو سره بلوڅان خپل کلتور او دودونه ژوندي ساتي.
بلوچستان، چې د اوسېدونکو زيات شمېر يې د بلوڅانو او پښتنو دی، خپلې کلتوري ورځې هرکال لمانځي. د دې ترڅنګ په کوټه کې سندي ژبه ويونکي او هزاره ګان هم خپلې د کلتوري ورځې لمانځي.
د پښتني کلتور نړيواله ورځ هرکال د سپټمبرمياشتې پر درويشتمه نېټه لمانځل کېږي. سږ کال په پنجاب پوهنتون کې پنجابي محصلانو هغه پښتانه محصلان ووهل چې خپله کلتوری ورځ یې لمانځله. تېر کال هم د جماعت اسلامي ګوند پلوي پنجابي محصلانو د پښتنو کلتاوری ورځ په دغه پوهنتون کې ګډه وډه کړې وه او ګڼ پښتانه محصلان یې وهلي وو.
د بلوڅانو د کلتوري ورځې لمانځغونډو ته ځيني پښتانه ځوانان هم ورځي چې بلوڅي مول وهلي پټکي يې تړلي او دوديزې بلوڅې جامې يې اغوستې وي.