تاند- د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له یوې لارۍ سره د دوو مسافري بسونو د ټکر له کبله لږترلږه ۳۵ تنه مړه شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.
د پاکستان رسنیو د پولیسو په قول وویل، دوه مسافروړونکي بسونه، چې نن د بلوچستان ایالت له مرکز کوټې څخه کراچۍ ښار ته روان ول، د بلوچستان په حب سیمه کې د زیات سرعت او د غیرقانوني سبقت په وجه له یوې لارۍ سره ټکر شول.
د شاهدانو په وینا پاکستاني رسنیو وویل چې له ټکره وروسته بسونه له سړکه واوښتل.
د بلوچستان ایالت د پولیسو چارواکو وویل چې له لارۍ سره د بسونو له ټکره وروسته اور ولګېده ځکه چې په لارۍ کې د تېلو ټانکر بار و.
د پولیسو په وینا اکثره کسان د اور لګېدو په وجه مړه شوي یا ټپیان دي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د پېښې په قربانیانو کې زیات شمېر ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
په پاکستان کې عموماً موټر چلوونکي ترافیکي قوانین نه مراعتوي او له بلې خوا ډېر چلوونکي د موټر چلولو په وخت نشه مواد لکه چرس او تریاک استعمالوي.