تاند- نامعلومو وسله والو د جمعې په ورځ /دسمبر۱۴/ په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د سرحدي ځواک لږترلږه ۶ غړي ووژل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا برید هغه مهال وشو چې د امنیتي چارواکو او ځواکونو کاروان د بلوچستان ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې تېرېده.
وژل شوي کسان په سیمه کې د امنیتي چارو مسوولان ول.
په دې برید کې لږترلږه ۱۴ تنه نور امنیتي ځواکونه او د هغو چارواکي ژوبل شوي دي.
د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې کومې ډلې د دهغه مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول بریدونه عموماً بلوڅ ازادي غوښتونکي کوي.
بلوڅان وايي چې د دوی منابع او شتمنۍ د پنجاب له لوري لوټل کېږي او دوی د یوه خپلواک بلوچستان لپاره مبارزه کوي.
تېره میاشت د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم ډلې درو جنګیالیو په کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ حمله وکړه چې د ۲ پولیسو په ګډون یې ۴ تنه ووژل.