رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد

د وري، حمل  ۲۰  مه  ۱۳۹۹

   د بلوچستان  دهرنايي سيمې لېويزچارواکو د پنجشنبې په ورځ ويلي، چې په شاهرګ سيمه کې ناپېژانده وسله والو دوه  مزدوران  لومړی تښتولي او بيا يې له  وژلو وروسته  د دوی مړي په  غرنۍ سیمه کې غورځولي دي. وژل شوي  مزدوران  د پښتونخوا د سوات  سيمې اوسېدونکي او په  ياده سيمه کې يې د سکرو ډبرو په کانونو کې مزدوري کوله. 

د پښتنو کان کيندونکو د وژنې پرضد د سیمې لسګونه  کسان  د احتجاج  لپاره  راوتلي، او د حکومت  پر ضد يې شعارونه  ورکړي دي. احتجاج کوونکو وويل، چې حکومت ماليه اخلي خو د خلکو د ژوند په خونديتوب کې په بشپړه توګه  ناکامه  دی.

په  بلوچستان کې په  وار وار د مزدورانو پر کمپونو بريدونه  شوي او په کې مزدوران  په  ډېره  بې رحمۍ سره  وژل شوي دي. د بريدونو مسووليت په تېرو وختونو کې بلوڅ  وسله  وال  سازمانونو منلی و، خو د اوسني بريد پړه  تراوسه  کومې وسله واله  ډلې نه  ده منلې.

تر دې پېښې وړاندې سند ايالت  ته  څېرمه په نصيراباد سيمه کې ناڅرګنده وسله والو په خوب ويده درې مزدوران  وژلي وو. دغه پېښه د نصيراباد په تمبو نومي سیمه کې رامنځته  شوې وه. وژل شوي مزدوران  د سند ايالت  د ټنډوادم  سيمې اوسېدونکي وو او يادې سيمې ته  د مزدورۍ  لپاره  راغلي  وو.

څو کاله  وړاندي بيا د ايالت  په  ناامنه  تربت  سيمه  کې د برېښنا د يو بند په پروژه کې د کارکوونکو مزدورانو پر کمپ وسله والو بريد کړی و، او  شل مزدوران  يې  په  ابدي خوب  ويده کړي وو.

تېرکال بيا د ايالت  په  خاران  سيمه کې وسله  والو  د يوه  شرکت  شپږ مزدوران  په  ډزو ويشتلي او وژلي وو. وژل شوي مزدوران د پنجاب ايالت  اوسېدونکي وو، او دلته  په  سيمه کې يې د تليفوني شبکې له  يو شرکت  سره  کار کولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *