تاند (رفیع الله مندوخېل/اسلام اباد) — د بلوچستان په نا امنه بوري يا لورالايي سيمه کې د چارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) د پوليسو پر روزنیز مرکز وسله وال بريد شوی، چې په نتيجه کې يې د پوليسو د يو لوړرتبه مشر په ګډون پنځه سرتېرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د بلوچستان د پوليسو مشر محسن حسن بټ رسنيو ته ويلي، چې درې وسله والو هڅه کوله د پوليسو مرکز ته ننوځي، خو پوليسو يې مخه ونيوله. د بټ په خبره پوليسو يو وسله وال د مرکز په دروازه کې وواژه خو بل بيا په مرکز کې په ځان پوري تړلي د چاودېدونکيو توکيو چاودنه کړې ده. د چاودنې او ډزو په نتيجه کې يو پوليس سرتېری چې د ډېره غازي خان اوسېدونکی و، وژل شوی او د يوې مېرمنې په شمول پنځه نور سرتېري ژوبل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې دفتر ای ايس پي ار په خپره شوې خبرپاڼه کې د درېو وسله والو له لوري د پوليسو پر مرکز بريد تاييد کړی دی.
د سيمې پوليس چارواکي زياتوي، چې درې وسله والو په ځان پوري انتحاري واسکټونه تړلي و او هڅه يې کوله د پوليسو مرکز ته ننوځي، خو په وينا يې سرتېرو يې مخه ونيوله. بريد په داسي حال کې شوی، چې په ياد مرکز کې د پوليسو د استخدام د پروسې په لړ کې ازموينې روانې وې.
د بلوچستان اعلی وزير جام کمال د وژل شوي پوليس سرتېري پر وژنه اندېښنه څرګنده کړې ده. د بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلی دی.
د تېري جنوري مياشتې په پای کې هم په ياده سيمه کې د پوليسو پر روزنيز مرکز بريد شوی و، چې په نتيجه کې يې نهه پوليس سرتېري وژل شوي او يويشت نور بيا ژوبل شوي و.
بوری د کوټې په جنوب ختيځ کې پرته د بلوچستان پښتنه سيمه ده، چې په دې وروستيو کې په ياده سيمه کې د ناامنۍ پرله پسې پېښې رامنځته کېږي.