وسله والو کسانو په بلوچستان ایالت کې

خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد (د مرغومي، جدي  ۱۶  مه  ۱۳۹۷)

په ناامنه بلوچستان ايالت  کې په  دوو جلا چاودنو کې د امنيتي ځواکونو د چارواکيو په شمول اووه  تنه ژوبل شوي دي. چاودنې په پښين او پنجګور سيمو کې شوې دي.

لومړۍ چاودنه مرکز کوټې ته څېرمه په پښين ولسوالۍ کې د لېويز پوليسو موټر ته څېرمه شوې چې په نتيجه کې يې د لېويز د یوه چارواکي په شمول پنځه تنه ژوبل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، چاودنه په بازار کې تمځای ته څېرمه شوې او په کې د لېویز چاراوکي او لاروي په شمول پنځه تنه ژوبل شوي،  چې سيمه یيز روغتون ته وړل شوي دي.

امنيتي چارواکي د پېښي په اړه پلټنې کوي، خو تراوسه يې چا پړه نه ده منلې.

بله چاودنه بيا د ايالت په بلوڅ مېشته پنجګور سيمه کې  شوې چې په نتيجه کې يې د يوه ملېشه سرتېري په شمول دوه تنه ژوبل شوي دي.

ياده چاودنه د سرحدي ملېشو موټر ته نږدې په موټرسايکل کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکيو توکيو په نتيجه کې شوې ده. ملېشه ځواکونو د پېښي ځای ته تللې لارې تړلې او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. که څه هم د چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دی منلی، خو په سيمه کې بلوڅ ازادي غوښتونکي وسله وال فعال او د حکومت پرضد وسله واله مبارزه کوي. ځيني خلک ګومان کوي، چې د تروريزم ناورين اوس د بلوچستان پښتني سيمو ته د خپرېدو په حال کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *