د غويي، ثور ۲۵ مه ۱۳۹۸
رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
د بلوچستان د ناامنه ایالت د نصيراباد سيمه کې ناپېژانده وسله والو درې کارګر (مزدوران) په داسي حال کې وژلي چې په خوب ويده ول. وژل شوي مزدوران د سند ايالت اوسېدونکي دي.
له سند ايالت سره پر پوله پرته د نصيراباد پوليسو د چارشنبې په ورځ ويلي، چې د تېري شپې په نيمايي کې په تمبو نومي سیمه کې ناڅرګنده وسله والو د مزدورانو پر کمپ په داسي وخت کې بريد کړی، چې دوی په خوب ويده و. په بريد کې درې مزدوران ځای پر ځای وژل شوي خو يو ژوبل شوی دی.
پوليس چارواکي زياتوي، چې وژل شوي مزدوران د سند ايالت د ټنډوادم سيمې اوسېدونکي چې يادې سيمې ته د مزدورۍ لپاره راغلي و. بريد کوونکي د پېښي له ځايه په تېښته بريالي خو پوليس وايي، چې د نيولو لپاره یې هڅې روانې دي. او ډېر ژر به د مزدورانو قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.
په بلوچستان کې په وار وار د مزدورانو پر کمپونو بريدونه شوي او په کې مزدوران په ډېره بې رحمۍ سره وژل شوي دي. د مزدورانو پر کمپونو د بريدونو مسووليت په تېرو وختونو بلوڅ وسله وال سازمانونو منلی و، خو د اوسني بريد پړه تراوسه کومې وسله واله ډلې نه ده منلې.
تېرکال د ايالت په خاران سيمه کې وسله والو د يوه شرکت شپږ مزدوران په ډزو ويشتلي او وژلي و. وژل شوي مزدوران د پنجاب ايالت اوسېدونکي و، او دلته په سيمه کې يې د تليفوني شبکې له يو شرکت سره يې کار کولی.
د سيمې پوليسو ویلي و، چې د سيمې امنيت ته په پام سره د وژل شويو نه خو امنيت ساتل شوی او نه هم دوی له حکومت څخه د کار کولو اجازه درلوده.
څو کاله وړاندي بيا د ايالت په ناامنه تربت سيمه کې د برېښنا د يو بند په پروژه کې د کارکوونکيو مزدورانو پر کمپ وسله والو بريد کړی و، او شل مزدوران يې په ابدي خوب ويده کړي وو.