رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
د غويي، ثور ۵ مه ۱۳۹۸
په بلوچستان کې افغان پولې سپين بولدک ته څېرمه په چمن سرحدي سيمه کې د ناپېژانده وسله والو د واکسین پر ګرځنده ټيم په بريد کې يوه روغتيايي کارکوونکې وژل شوې او بله ټپي شوې ده.
پېښه داسي مهال رامنځته شوې چې د چمن په شمول د بلوچستان په دري دېرش ولسواليو کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ ضد د واکسيناسيون درې ورځنی کمپاين دوام لري.
د چمن سيمې پوليس وايي چې د پنجشنبې په ورځ ناڅرګنده وسله والو د ښار په سلطان زی نومي سيمه کې د نسرين بي بي په نامه يوه پنځه دېرش کلنه يوه ويکسيناتوره په ناتاره ډزو وژلې او بله يې ټپي کړې ده. د پوليسو په خبره پر موټرسايکل سپاره بريد کوونکي له پېښي وروسته په تېښته بريالي شوي دي. تراوسه نه خو د پېښي په تړاو څوک نيول شوي او نه هم چا د ياد بريد مسووليت منلی دی. خو د دغه ډول بريدونو پړه افراطي ډلې مني.
د تېرمېلادي کال په لومړۍ مياشت کې د بلوچستان د مرکز کوټې په شالکوټ نومي سيمه کې ناڅرګنده وسله والو دوې روغتيايي کارکوونکې او دوه پوليس سرتېري په ډزو وژلې و.
په مېلادي کې ۲۰۱۶ کې بيا د ښار په سېټلايټ ټاون سيمه کې پر يوه روغتيايي مرکز د انتهاري بريد په نتيجه کې شپاړس تنه چې زيات شمېر د پوليسو و وژل شوي و. پوليس سرتېري د روغتيايي کارکوونکيو پر ژغورنه په ګمارل شوي و، چې کمپاين ته د تګ پرمهال ورباندي بريد شوی و.
په پاکستان کې له مېلادي کال ۲۰۱۲ راهيسې تر اوويا زيات روغتيايي کارکوونکي د وسله والو په بريدونو کې وژل شوي دي. چې له امله يې واکسيناتوران نه شي کولای د مرګ له وېري د واکسيناسيون پروسه پر مخ بوځي. ځکه چې اوس هم په ډېری سيمو کې ځيني ميندې او پلرونه کمپاين د لوېديځ له لوري د شنډېدو دسيسه ګڼي. او نه غواړي خپلو ماشومانو ته د ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړي.