وسله والو کسانو په بلوچستان ایالت کې

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد //,د ايران پولې ته نژدې د بلوچستان ايالت د چاغي سيمې مليشه يا لېويز وايي،چې په نوکنډي سيمه کې يې د يو قبايلي مشر په کور کې له جوړ شوي شخصي زندان څخه پنځه ویشت تنه افغانان په داسي حال کې راخوشي کړي، چې سخت  تشدد ورباندي شوی دی.

چارواکي زياتوي، چې ياد افغانان له  تېرې يوه نيمې مياشتې راهيسې په  ياد کور کې بنديان  و او ورباندي د قبايلي مشر له  لوري  تشدد کېدی.افغان ځوانان په نوکنډي سيمه کې هغه مهال له  يوې پوستې د ناپېژانده وسله والو له  لوري تښتول شوي، چې غوښتل يې ګاونډي ايران او بيا اروپا ته  ولاړ شي.

د رخشان سیمې کمشنر اياز مندوخېل د افغانانو خوشي کېده تاييد کړي او ويلي، چې له دې لارې هره ورځ د افغانانو، ازبک، ترکمن او بنګاليو په شمول په ناقانونه  توګه  کسان ګاونډي ايران ته اوړي او د سرحدي پوليسو له لوري نيول کېږي.

د چاغي مرستيال کمشنر فتح خان خجک وايي، افغانان په داسي حال کې د بلوڅ قبايلي مشر سردار اعظم برهانزي ګوتو ته  ورغلي چې په سيمه کې د دوو ډلو ترمنځ  وسله واله ښته رامنځته شوې او په کې پنځو تنو ته  مرګ ژوبله اوښتې وه.

خجک زياتوي، چې د لېويز پوليسو سرتېري د مالوماتو پر اساس په نوکنډي سيمه کې په لوېديځ بازار کې د قبايلي سردار کور ته  ورغلي او نيول شوي پنځه ویشت تنه افغانان يې د تښتوونکو له منګولو راخوشي کړي دي. په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي، چې راخوشي شوي د افغانستان د کومو ولايتونو اوسېدونکي دي.

د نوموړي په خبره  شپږ اوونۍ وړاندې د نيول شويو افغانانو پښې او لاسونه تړلي او ورباندي سخت تشدد شوی تردې وړاندې د نيول شويو ويډيو د دوی کورنیو ته  استول شوې او د خوشي کېدو په بدل کې د پيسو غوښتنه هم شوې وه.

نوموړي د خوشي شويو له قوله ويلي چېد خوشي کېدو پرمهال له تښتوونکو سره د نښتې په  نتيجه کې يو تښتوونکی هم وژل شوی دی سرتېرو برهانزی هم نيولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *