تاند — د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د لویې کونسلګرۍ د ۱۳۹۸ کال عواید د تېرو څو کالونو په نسبت څو برابره ډېر شوي دي.

په بن کې د افغانستان د لوی کونسل سید نعمت الله ثایر له خوا تاند ته د یوه رالېږل شوي یادښت په اساس، په بن کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت کونسلګرۍ په ۱۳۹۵ کال کې یوازې ۶۱۸۷۷۰ یورو، په ۱۳۹۶ کال کې ۸۱۷۹۷۵ یورو، په ۱۳۹۷ کې ۱۲۸۳۶۹۵ یورو خو په سږ ۱۳۹۸ کال کې ۱۸۶۸۶۴۴ یعنې یو میلیون اته سوه اته شپېته زره او شپږ سوه څلور څلوېښت یورو یا له ۱۵۵ میلیونو افغانیو څخه ډېر عواید ترلاسه کړي دي.

په دغه یادښت کې راغلي چې، په ۱۳۹۸ لمریز کې په بن کې د افغانستان کونسلګرۍ د نورو خدمتونو تر څنګ په سیمه کې مېشتو افغانانو ته ۱۳۲۷۰ جلده پاسپورټونه صادر کړي، او هم یې په اروپا کې مېشتو نورو افغانانو ته ۵۹۲۳۵ جلده پاسپورټونه چاپ کړي او ورلېږلي دي.

ویل کیږي چې په بن کې د افغانستان لویه کونسلګري د سیمې په کچه د افغانستان د اسلامي جمهوریت ډېره بوخته اداره ده چې هره ورځ په لسګونو او ان سلګونو افغانان د خپلو ستونزو د حل لپاره ورته مراجعه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *