د بهرني سیاست ټاکلو بنسټ له سیمې او نړۍ سره د داسې اړیکو رامنځته کول دي، چې هم د یوه هېواد ملي ګټې خوندي کړای شي او هم د نورو غاړو لپاره معقولیت ولري. دا ساده، خو خورا مهم اصل دی، چې د عملي کولو لپاره یې په ملي، سیمه ییز او نړیوال کچ د وضعیت د تشخیص لاندینیو اصولو ته اړتیا شته:

۱ـ د ملي ګټو لپاره د یوه مشخص او ټولو ته د منلو وړ تعریف او پېژاند رامنځته کول، چې بیا د نړیوالو اړیکو څرنګوالی هم د همدغو ګټو پر بنیاد وټاکل شي.

۲ـ د سیمه ییزو قدرتونو او ګاونډیو د خپلمنځي اړیکو، مخالفتونو او هژمونیکو اهدافو تشخیص.

۳ـ د سیمه ییزو هېوادونو د اقتصادي سرچینو، فعالیتونو، راکړې ورکړې او غوښتنو پېژندنه، په سیمه او نړۍ کې د ګټو مخامختیا «تضاد منافع» او برعکس د ګټو ملګرتیا «تطابق منافع» تحلیل.

۴ـ په سیمه کې د نړیوالو سترو اقتصادي، پوځي ځواکونو سیالۍ، ستراتیژیک اهداف او د خپلو موخو د پلې کولو ابزار او امکانات.

۵ـ   اوس نو دې ټولو اصولو ته په کتلو، د خپلو امکاناتو، قوتونو، کمزوریو، سرچینو، موقعیت، زیان پېژندنې او د برلاسۍ موندنو تشخیص .

دابرخه ډېردقت غواړي، په حقیقت کې تاسو باید دخپل سیمه ییز او نړیوال موقعیت زیان پېژندنه «اسیب شناسي» وکړئ، هر څه باید د یوه ریښتیني لیدلوري «واقعبینۍ» پر بنسټ وي. دا نو په احساساتي او عاطفي شعارونو او دودیزو لیدلوریو نه سنجول کېږي، ځکه دلته باید له ځان سره محاسبه شي، چې د سیمې او نړۍ په کچ کوم قوتونه او کمزورۍ لرو؟

په تېرو څورلسو کلونو کې مو له بده مرغه د همداسې یوې دقیقې محاسبې پر بنسټ خپل بهرني سیاستونه و نه سنجول، د همدې لپاره مو یوه بنسټي، دوامداره، په ملي کچ پېژندل شوې او معلومه، معقوله او ګټوره د بهرنیو مناسباتو ملي ستراتيژي نه درلوده، ځکه خو مو له دغه ابهام څخه ډېر تاوانونه هم وزغمل.

ولسمشر محمد اشرف غني، د خپل کار د پیل په لومړنیو ویناوو کې د خپل حکومت د بهرني سیاست تګلار په پینځو ټاکل شویو کړیو کې تعریف کړه، چې له ګاونډیو پیلېږي او د اسلامي نړۍ، سیمه ييزو او نړیوالو قدرتونو او بین المللي سازمانونو تر بریده رسېږي. دا نوښت موږ دې ته متوجه کوي، چې د بهرني سیاست په برخه کې له چا چا سره مخامخ یو؟ داسې ښکاري، چې تر دې وروسته به د بهرني سیاست د یوې سنجول شوې ملي ستراتيژۍ د لرلو زمانې ته ورننوځو.

د نړیوالو اړیکو له نظره، موږ په څه ډول زمانه «عصر» کې یو؟

منځنۍ اسیا ورځ تر بلې اهمیت مومي، هم د روسیې د جنوبي پولو د ګاونډيتوب لپاره، هم د اینرژۍ د پرېمانه سرچینو په خاطر د نړیوالې پټې سیالۍ پر زمکه بدله شوې سیمه ده. هماغسې چې تر اوولسمې مېلادي پېړۍ وروسته افغانستان د طلايي هندوستان لویه دروازه او لار ګڼل کېده، اوس افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره د ګودر حیثیت لري.

جنوبي اسیا چې پر صنعتي اقتصاد تکیه لري، اینرژۍ ته اړتیا لري او افغانستان د منځنۍ اسیا او ان منځني ختیځ سرچینو ته د اینرژۍ د لېږد یوازېنۍ نږدې او ارزانه لار ده. په جنوبي اسیا کې د هند او پاکستان زړه دوښمني تر ټولو ستره ستونزه او د سیمه ییز ثبات او پرمختیا لپاره لوی خنډ دی.

چین د نړۍ د ستر تولیدي هېواد په توګه په سیمه کې د ترانزیتي لارو د پراختیا په لټه کې دی او په دې برخه کې افغانستان خورا مهم موقعیت لري، هم د ورېښمو د نوې لارې د احیا په برخه کې، چې افغانستان یې په مسیر کې پروت دی او هم د هغې سیمه ییزې امنیتي اړتیا لپاره چې د دغې لارې د ریښتیا جوړېدو لپاره له افغانستان څخه راپیلېږي.

منځنی ختیځ د بنسټ پالنې، ترهګرۍ، مذهبي تاوتریخوالي، هژمونیکو سیالیو، ولسي پاڅونونو «عربي سپرلي»، د نویو خورا تریخجنو ډلو رامنځته کېدو او سترو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی.

روسیه لا هم د پخواني شوري پولې خپل امنیتي ـ ستراتيژیک حریم ګڼي او د منځنۍ اسیا د هېوادونو جنوبي پولې له نږدې څخه څاري.

له اقتصادي پلوه موږ د درېیمې زریزې په درشل کې یو، د دغې اقتصادي زمانې یوه ځانګړنه دا ده، چې درانه اقتصادي فعالیتونه به اسیا ته رالېږدي، لویدیځ به تکنالوژي، لومړنۍ پانګونه، امنیت او مدیریت ورخپلوي او د اینرژۍ سرچینې، بشري ځواک، لنډ مصرفي مارکیټونه، د چاپېریال ککړتیا او د خامو موادو سرچینې به اسیايي وي، د دغې راتلونکې اقتصادي موخې لپاره سیالۍ پیل شوې دي او اسیا ورځ تر بلې اهمیت مومي، افغانستان لا هم داسیا زړه بلل کېږي، ځکه خو ښايي دا هېواد لا هم د بېلابېلو سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو ډګر وي.

د “ملي امنیت” مفهوم ورو ورو د سیمه ییز امنیت پر یوه کوچنۍ کړۍ بدلېږي، دا په دې مانا چې زموږ په سیمه کې نور نو له سیمه ییز امنیت پرته هېوادونه د ملي امنیت د خوندي ساتلو لپاره ډېر څه نه شي کولای. دا اوس یو شعار نه دی، چې د سیمې امنیت د افغانستان په امنیت پورې تړلی دی، د پاکستان حالات، منځنۍ اسیا ته ورپېښ ګواښونه او بالاخره د داعش پراخېدونکی ګواښ چې د ایران لپاره تر ټولو ستر ګواښ ګڼل کېدای شي، ورو ورو د سیمې د امنیت لپاره افغانستان خپل ارزښت او اهمیت لوړوي او موږ دې ته نږدې کېږو، چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته شي.

خو د افغانستان د ثبات او سولې لپاره د یوې سیمه ییزې اجماع او بیا ګډ عمل د رامنځته کېدو په لار کې لا هم خنډونه شته:

  • په نړیوال کچ په تېره بيا د سترو اقتصادي ځواکونو تر منځ به څومره داسې یوه سیمه ییزه اجماع او د نظر توافق د منلو وړ وي؟
  • په سیمه کې د ښکېلو او سیالو ځواکونو تر منځ د “ګټو مخامختیا” څومره د ګټو په ملګرتیا بدلیدای شي؟ په تېره بیا د هند، پاکستان، ایران او عربي نړۍ تر منځ .
  • موږ په کور دننه څومره چمتو یو، چې د سیمه ییزو هېوادونو تر منځ د افغانستان د ثبات لپاره د یوې سیمه ییزې اجماع په رامنځته کولو کې اسانتیا راولو او په خپله ورڅخه ګټه پورته کړو؟

زموږ په سیمه کې په تېره بیا دافغانستان په برخه کې له سړې جګړې څخه دوه داسې میراثونه راپاتې دي، چې زموږ د سیمه ییز او نړیوال سیاست ګټورتیا ته زیان رسوي:

لومړی: لا هم د سیمې یو شمېر هېوادونه په تېره بیا پاکستان او ایران له یو شمېر پوځيـي- سیاسي ډلو سره خپل پټ او ښکاره اړیکي لري، چې په افغانستان کې دننه د سیاستوالو تر منځ د نظر پر یووالي منفي اغېز درلودلای شي، په دواړو هېوادونو کې د مېلیونونو کډوالو شتون د دغو هېوادونو هر راز لاسوهنې ته لاره هواروي، د بهرني سیاست په برخه کې تر ټولو مهم لومړیتوب او بدلون باید دا وي، چې د سړې جګړې د زمانې وراسته او زاړه لیدلوري هېر کړو او له خپلو ګاونډیو سره ګډ کار وکړو، چې له افغانستان سره خپل مناسبات له سره تدوین او تعریف کړي. دا نوي مناسبات باید دولت له دولت سره وي، یوازې د مشروعو ملي حاکمیتونو سره رسمي سیاسي ـ دیپلوماتیک اړیکي ټینګول او له هر راز ډلې ټپلې، ګوندونو، جګړه مارو جوړښتونو او شخصیتونو سره مناسبات په داسې نویو اړیکو کې باید ځای و نه لري.

دوهم: افغانستان باید د خپلو کډوالو د بېرته راستنولو لپاره په ملي کچ داسې عملي ستراتیژي تر لاس لاندې ولري، چې د هغوی په راستنولو سره له ګاونډیو سره د دې ستونزې جرړه د تل لپاره له منځه ولاړه شي.

خو په لنډه موده کې هغه بېړني بدلونونه چې زموږ په نړیوالو اړیکو کې راتلای شي، له سیالو سیمه ییزو هېوادونو سره د اړیکو په میزان کې یو معقول تعادل دی، چې زموږ ملي او سیمه ییزې ګټې خوندي کړای شي. له پاکستان سره داړیکو بدلون جدیت او احتیاط غواړي، ایا دغه هېواد د سیمه ییزو، نړیوالو او داخلي شرایطو تر کافي فشار لاندې دی، چې د افغانستان په وړاندې په خپل چال چلند کې بدلون راولي؟ ګڼ قراین او نښې شته چې دې پوښتنې ته مثبت ځواب وايي. مانا، داسې هیلې شته چې پاکستان دې د داخلي امنیت د ټینګښت، نړیوالې په تېره بیا د چین لویې پانګونې ته د امنیتي تضمین ورکولو لپاره د سیمه ییز امنیت لپاره د همکارۍ هڅه وکړي.

د نویو اقتصادي شرایطو په رڼا کې ترانزیت محوره او اقتصاد محوره اړیکې سیاسي لیدلوري هم بدلولای شي، په افغانستان کې دننه او د سیمې په سطحه باید خورا پخوانی اوـ له بده مرغه منفي ـ ذهنیت یو د بل پر وړاندې بدل شي، ښکاره ده چې داسې هڅه باید له دواړو لوریو څخه تر سره شي او په وضعیت کې د عملي بدلون ضمانت ورکړلای شي.

ایران په شدت سره د داعش او دې ته ورته نورو سیمه ییزو پوځي ډلو له کلابندۍ څخه په ویره کې دی، مشترک ګواښونه او د ګډ دوښمن ظهور مخالف لوري هم دوستان کولای شي. د هندوستان او ایران په ګډه هڅه د چاه بهار لاره چې دواړه یاد شوي هېوادونه له منځنۍ اسیا سره نښلوي، د نویو مناسباتو لپاره یو اقتصادي تضمین ګڼلای شو، دې ته ورته د ګټو ملګرتیا له منځنۍ اسیا سره هم رامنځته کولای شو.

له لویدیزې نړۍ په تېره بیا د ناټو له غړیو او په سر کې د امریکا له متحده ایالاتو سره تر امنیتي دوه اړخیز تړون وروسته د افغانستان او دوی تر منځ مناسبات یوه تعریف شوي، مشخص او ښکاره چوکاټ ته ورننوتي، چې معلوم حقوقي ماهیت لري، یو توپیر چې په دې برخه کې رامنځته کېدونکی دی، د لوېدیځ نوی سیاسي ـ مرستندوی حضور دی، چې د پخواني نامحدود، له کنټرول او څارنې بهر او ناڅرګنده پوځي حضور ځای به نیسي . د یادونې وړ ده، چې تر دې وروسته له لوېدیزو شریکانو او دوستانو سره دهر اړخیزو مناسباتو ګټه مخامخ په هېواد کې د ښې حکومتولۍ او له فساد سره د ټینګې مبارزې، دیموکراسۍ

او بشري حقونو د تامین له څرنګوالي او څومره والي سره مخامخ تناسب لري.

په کور دننه د نورو اصلاحاتو تر څنګ موږ په خپله دیپلوماتیکه دستګاه کې هم ژورو بدلونونو ته اړتیا لرو. ښکاره خبره ده، چې زموږ دیپلوماتیکې نماینده ګۍ د افغانستان د بهرنیو مناسباتو پلونه او سیاسي کانالونه دي، په دې مهمو دفترونو کې د مسلکي، متخصصو، پاکو او ملي ګټو ته د ژمنو کادرونو ټاکنه کړای شي، هغه مثبت بدلون لا پسې چټک او اغېزناک کړي، چې موږ یې باید په خپلو بهرنیو مناسباتو کې راولو. د سیمه ییزو او نړیوالو څېړنو او مطالعاتو مرکزونه مرسته کوي، چې د مناسباتو د بدلون لپاره علمي، معلوماتي او محاسبه شوی تهداب رامنځته کړي. موږ ښايي داسې معلوماتي دیټا بیس او معلوماتي بانک ولرو، چې نه یوازې له دې اړخه زموږ اړتیا بشپړه کړای شي، چې لا ګاونډیانو او نړیوالو ته هم د ارائیې وړتیا ولري.

له پورتنیو یادونو څخه پایله اخلو، چې د نویو نړیوالو او سیمه ییزو سیاسي، اقتصادي او امنیتي شرایطو په رڼا کې موږ د خپلو نړیوالو اړیکو په برخه کې بنسټي، چټکو، معقولو او پر علمي دلایلو ولاړو بدلونونو ته اړتیا لرو، چې د یوه واحد دریځ او په ملي سطحه د ټولو لوریو په ګډه همکارۍ پر بنیاد باید ګام پر ګام عملي شي.

بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۴۸مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۲/ ۱۳۹۴

By میر

3 thoughts on “په بهرني سیاست کې دبنسټي بدلون اړتیا/ څېړندوی عبدالغفور لېوال”
  1. سلام
    تا د قضيي ټول ابعاد ډير ښه څېړلي دي. رښتيا هم که چيرې په تيرو څوارلسو کلو کې حامد کرزي ٢ فيصده هم د ولس په ګټه کار کړي واى نو اوس به له ډيرو مشکلاتو سره په نړيواله کچه مخامخ نه وه . حامد کرزي په عوض ددې چې ملت ته دخپلې مردارې دورې عفوه وغواړي دي بيا هم په همدې کاسه او شا کاسه کې د اکتوبر په نولسمه د روسانو له تلويژن سره مرکه لري دالر ېې پريښودل داځل د روسانو روبلو پسې ېې بډې راوهلي سياسي معيار او اخلاق چيرې دي.؟

  2. عزتمنده : ډیرعلمی اود زده کړی وړ بحث دی چی زموږدټولنی ، سیمی او نړی عینی شرایط او ضرورتونه او غوښتنی دعلمی تحلیل پربنیاد را څیړل شوی او هم دسوتونځو دحل لاری پکی ښودل شوی چی سیاسی ممثلین اود چارو مسولین هغه باید په نظرکی ونیسی اوتر ممکنه حده عمل په وکړی اوهم دسیا سی علومو دشاګردانو اومحصلینو دپاره ددی مطالعه او زده کړه ګټوره بلل کیږی

  3. هسپانوي کې متل دى چې واېې حقيقت او ګل دواړه اغزي لري نو په همدې ډول زموږ ولس ددې نيوکې حق لري چې کرزي نور دافغانستان له سياست څخه لاس واخلي ځکه چې امتحان ېې ورکړي په دوه مثالو کې يوا داچې څوارلس کاله ډير وخت دى دنړي هېوادودونو دلت کوم ګلان وکرل او په پاى کې ٤ يا پنځه تريليونه دالره د ولس لپاره ډيره زياته مالي مرسته ده او له دې نه اخوا داهم شرم دى چې د فهيم کوهدامني په ډول کسان د افغنستان په زعامت باندې د يوه سياسي کارپوه په نوم نظر ورکوي ستا خبرې دمنلو وړدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *