ودان |

   په دې وروستیو کې ځینې ښاغلي چې کله په تلویزیونونو کې ناست وي نو دا خبره تکراروي چې افغانستان باید په بهرنۍ کړنلاره کې په سیمه ییزه او نړیواله کچه توله به پام کې ونیسي د ټولو ګټې خوندي کړي یانې په افغانستان کې ټولو ته د خپل ابا میراث ورکړي.

   ځینې خو بیا په ورځپاڼو او اونیزو کې خورا اوږده اکاډیمیک مطالب د ځینو بهرنیو فیلسوفانو په حواله لیکي او وایي چې که د هغه او دغه ګټې په افغانستان کې زیانمنې شي نو ډېرې ناوړه پایلې به ولري او په افغانستان کې د اوسنیو جګړو زور اخیستنه هم ددوی پروینا دهمدې ناانډوله کړنلارې پایله ده. دوی د خپلې ادعا له پاره له هغه غره تر دغه غره بېلګې هم راوړي چې سینګاپور داسې کړي، یا سویس داسې بهرنۍ کړنلاره لري ….خو ایا دوی دې ته پام کړی چې موږ چېرته پراته، ګاونډیان او لرې نږدې مو څوک اوسېږي، هغوی له موږ څه غواړي  او اوس کومه زمانه ده؟

   ایا افغانستان سویس یا سینګاپور دی؟ ایا هغه غوښتنې او تمې چې د سینګاپور او سویس نږدې او لرې ګاونډیانو ترې درلودې زموږ لرې او نږدې ګاونډیان یې هم له موږ لري؟ کله هم د سویس او سینګاپور ګاونډیانو یادو هېوادو ته د خپل ستراتېژیک عمق او د فرهنګي نفوذ حوزې په سترګه کتلي وو چې بیا یې مشرانو په خورا هوښیاري هغوی قانع کړي وي چې له دې موخو تېرشي او ځانونه ترې خلاص کړي؟ کله هم نه؟

   بله داچې د هغو هېوادو جغرافیایي موقعیت هم داسې وو چې ګاونډیانو یې د سیالۍ پرځای خپلې ګټې په همکاري کې لیدې او که څوک راته په غصه نه شي نه د هغو هېوادو خلک دومره ساده وو چې د نورو د ګټو په خاطر دې خپل وطن وران کړي، خپل ورور دې ووژني، د نور فرهنګ په خاطر دې خپله ملي ترمینالوژي تر پښو لاندې او پردۍ هغه دې وپالي. نه به هم کوم چا په هغو هېوادو کې د بدنیته ګاونډیانو د ګټو ویاندویي کړې وي.

   له سینګاپوراو سویس به هم چا داغوښتنه کړې وي چې له هغه یا دغه هیواد سره خپلې اړیکې زموږ په خوښه ټینګې کړﺉ یا اړیکې ورسره وشلوﺉ که داسې نه کوﺉ نو موږ وسله والې ډلې چې په ګورت کې یې لرو ستاسې د وطن د وراني له پاره درلېږو، ښوونځي مو پرې ورانوو، ښارونه مو ړنګوو، پر تولګټو تاسیساتو مو بریدونه کوو، د پلازمیې په منځ کې مو په ټنونو چاودېدونکي توکي چوو، پر امنیتي بنسټونو مو چې د خلکو ځان او مال ساتونکي دي ډله ییز بریدونه کوو او امنیه قوماندانۍ مو له بیخه نړوو، روغتون مو در ړنګوو، یا موږ حق لرو چې پرتاسې خپلې اوبه بندې کړو خو تاسې حق نه لرﺉ چې موږ ته راتلونکې وړیا اوبو ته د خپلو خلکو یوې ګوله ډودۍ پیداکولو له پاره بند جوړ کړﺉ، که دغه کار کوﺉ نو موږ بیا ستاسې مخالفین وسله وال کوو، د بندونو جوړو بهرني او کورني انجنیران او د بندونو ساتونکي مو وژنو، یا موږ چې ستاسې هېواد تر پراخ مذهبي، ژبني او فرهنګي یرغل لاندې راووستلی، بې شمېره(انځوریزې چاپي، غږیزې اوغږیزې)رسنۍ د خپلو ګټو له پاره تمویلوو، د خپلو څارګیزو شبکو پرمټ تر پوښښ لاندې بېلابیل سیاسي، روزنیز او نور او نور بنسټونه تمویلو دا زموږ حق دی دا ځکه چې ستاسې هېواد زموږ د فرهنګي اغیز سیمه ده خو تاسې له هغه او دغه هېواد سره چې موږ خدای خبر خیالي یا هم رښتینې تربګني لرو حق نه لرﺉ چې په خپل هېواد کې د امنیت تینګښت له پاره د هغه پوځي او اقتصادي مرستې ترلاسه کړﺉ، که نه نو موږ ستاسې مخالفین تمویل او وسله وال کوو.

   له موږ خو ګاونډیان دغه راز، تمې او غوښتنې لري نو دغه ښاغلي که دا ډول غوښتنې مشروع او د منلو بولي نو مهرباني دې وکړي په ډاګه دې ووایي چې موږ ټول پرې وپوهېږو چې په بهرنۍ کړنلاره کې د تولې ساتل ددغو به اصطلاح د نړیوالو اړیکو اکاډیمیسنانو په اند همدغه ته وایي؟

   که سپینه یې ووایو دا ښاغلي وایي چې افغانستان دې په بهرنۍ کړنلاره کې د روسیې او امریکا ترمنځ توله وساتي، په خوله خو دا خبره اسانه خو عملي بڼه یې څه ډول ده، ایا دغه دواړه هېوادونه له افغانستان سره هم په یوه اندازه او برابره مرسته کوي؟ اوس نو چې امریکا د کال ۸ میلیادره ډالر یوازې د افغان وسله وال پوځ پر تمویل لګوي او افغانستان په کوردننه د امنیت ټینګښت او د ترهګرۍ پرضد مبارزې له پاره ورته اړتیا لري او افغانستان هم په داسې دریځ کې نه دی چې ان ددې پیسو څلورمه برخه له خپلو ټولو عوایدو پوره کړي او ایا روسیه هم چمتو ده چې همدومره یا هم ددې نیمایي افغانستان ته ورکړي چې کله هم نه دغه کار کولی شي او نه یې هم کوي او په زغرده ویلی شم چې نه چین، نه کوم بل هېواد د دومره پیسو ورکړې ته چمتو دی.

  دغه راز، هندوستان له افغانستان سره تر ۱۳۹۵ کال پورې دوه میلیارده ډالر مرسته کړې وه او په همدغه کال کې یې د یو میلیارد ډالرو نورې مرستې ټټر هم وواهه په داسې حال کې چې د پاکستان مرستې ددې پنځمه برخه هم نه دي، خو پاکستان وایي تاسې له هند سره اړیکې مه ساتﺉ که نه وي نو بیا ستاسې وطن درورانوم.

   دغه راز، لکه مخکې چې یادونه وشوه ایران په افغانستان کې خورا ډېرې ډلې روزلي، ساتلي، خورا زیاتې رسنۍ او د روزنیزو مرکزونو تر پوښښ لاندې زیات شمېر څارګریز بنسټونه تمویلوي لکه د خاتم النبیین ستر مرکز چې خدای پوهېږي د زده کړو تر پوښښ لاندې کوم  کارونه په کې مخته وړل کېږي، خو چې کله وویل شي چې سعودي غواړي په افغانستان کې پوهنتون جوړ کړي نو بیا شور او غوغا جوړه شي د ایران رسمي او نارسمي ویاندویان په رسنیو کې کوکې چیغې پیل کړي چې دغه کار خو په سیمه کې انډول له منځه وړيو مذهبي تاوترتریخوالی رامنځته کوي دا او دا!

   افغان چارواکو ته بویه چې ښه په نره خپلې ملي ګټې په پام کې ونیسي د هرچا مرستې چې د افغانستان ملي ګټو ته زیان نه رسوي هغه ومني البته په دې کې باید رښتینې ملي ګټه په پام کې وي نه دا چې لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د ایران د تورو کڅوړو پیسو چې د عمر داوودزي په لاس یې له ایراني جاسوسانو ترلاسه کولې په خاطر له امریکا سره دوښمني رااخیستې وه، هغه خوشال خټک رښتیا ویلي چې د اوس او بار پرځای غاړکۍ ته خوشالیږي، نو ته د امریکا میلاردونه ډالر، د سرتېرو وینې او نور د ایران له تورو خلتو سره پرتله کړه!    

   په نننۍ نړۍ کې هرڅوک باید خپلې ګټې وپالي موږ نه غواړو چې افغانستان دې د بهرنیانو د ګټو له پاره قرباني شي، اړینه ده چې افغان چارواکي دا یقیني کړي چې هیڅ هېواد له افغان خاورې د نورو پرضد کار وانخلي خو دا د منلو نه ده چې د اڼدول ساتلو په پلمه هېواد د ځینو ګاونډیانو ترمنځ وویشه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *