تاند- په پروان ولایت کې د بهرنیو پوځیانو پر کاروان په انتحاري موټر بمي برید کې لږترلږه ۳ تنه افغانان او ۵ بهرني پوځیان ژوبل شول.
د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، په دې برید کې، چې نن /دوشنبه/ د امریکايي پوځیانو لویې اډې ته نژدې وشو ۵ بهرني پوځیان ژوبل شوي دي.
همداراز په دې پېښه کې درې افغان ملکیان هم ژوبل شوي دي.
فکس نیوز خبري چاینل د امریکايی چارواکو په قول ویلي چې په دې برید کې ۵ پوځیان برسېرن ټپیان شوي دي.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي هم د درو ملکیانو ټپي کېدا تایید کړه او ویې ویل یو موټر ویجاړ شوی دی.
وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې ۱۳ امریکايي پوځیان یې وژلي او ۱۱ نور یې ژوبل کړي دي.
تېره اوونۍ هم په بګرام هوايي اډه کې په یوه انتحاري حمله کې ۳ تنه ګورجستاني پوځیان ژوبل شول.
نن د بګرام له انتحاري حملې جلا دوو معیوبانو په بلخ ولایت کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په روغتون کې یوه هسپانیايي ډاکتره ووژله.
دا خویې ډېر احمق کار کړی دی چې د خیریې موسسې کارګران او خصوصا ډاکتران وژل کيږي خدای پاک دجزا او عقل ورکړي