تاند- په داسي حال کې چې امریکا د افغانستان له جګړې پیڅې راټولوي، د دغه هیواد لپاره په سختو کارونو کې ښايي تر ټولو زیات د بګرام محبس بندول وي چې په دوهمه ګوانتنامو مشهوره شوی دی.

د بګرام د محبس مسوولیت د افغانستان حکومت ته سپارلی شوی خو لا هم په دغه زندان کې ۶۷ بهرني بندیان د امریکایانو له لوري ساتل کېږي. د هغوی په منځ کې د القاعده هغه غړي هم شامل دي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له حملې وروسته د نړۍ په مختلفو سیم کې نیول شوي خو سره له دې چې د ځینو د نیول کېدو تر یوې لسیزې زیات وخت تېرېږي لا هم په بګرام کې بندیان دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې د بګرام د بندولو مسله د اوباما د حکومت لپاره هماغسي پېچلې ده لکه څرنګه چې د ګوانتنامو د توقیف ځای ده. حتي ځیني امریکايی چارواکي وايي چې د بګرام مسله تر ګوانتنامو هم سخته او د لا زیاتې توجه وړ ده.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ څخه په یوه مرکه کې وپوښتل شول چې ایا د بګرام لپاره کوم پلان شته او یا د دغه محبس د بندولو لېوالتیا شته؟ ده وویل چې پلان نشته خو لېوالتیا شته چې هغه بند شي.

د امریکا دفاع وزارت نه دی توانېدلی چې بندیان محاکمه کړي خو دا په داسي حال کې ده چې د دغه زندان د بندیانو شمېر مخ په ډېرېدو دی ځکه چې امریکايی او افغان ځواکونه په ګډو عملیاتو کې اوس لا ډېر بهرنیان نیسي.

امریکايی پوځیان د ۲۰۱۴ کال په پای کې، چې په افغانستان کې یې جنګي ماموریت رسماً پای ته رسېږي، مجبوره دي چې دا محبس بند کړي یا د افغانستان دولت ته وسپاري ځکه چې د افغانستان په خاوره کې دی.

په داسي صورت کې له امریکايي پوځي او ملکي چارواکو سره د دغو بندیانو د امنیتي تدابیرو په اړه اندېښنې موجودې دي.

د دوی په نظر ښه لار دا ده چې دا زندان څو لسیزې نور هم د امریکایانو تر کنټرول لاندې پاتې شي خو په دې مسله کې ستونزه دا ده چې افغانستان به امریکا ته اجازه ورکړي او که ور نه کړي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون به روښانه کړي چې امریکا په افغانستان کې له ۲۰۱۴ وروسته حضور لرلی شي او کنه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *