چاریکار ښار

تاند- د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې تېره شپه د یوې کورنۍ پنځه غړي په ډله ییز ډول ووژل شول.

د دغو کسانو د وژل کېدا د علت په اړه ضد و نقیض خبرې کېږي.

د سیمې ځیني اوسېدونکي وايي چې دا کسان هغه چا وژلي چې لور یې ورڅخه غوښته خو دوی نه ورکوله.

خو د پروان د والي ویندوی وحید صدیقي دا خبره ردوي، وايي چې تراوسه پوري د دې قتلونو علت څرګند نه دی. خو کېدای شي د کورنیو اختلافاتو له کبله وي.

ده وویل چې د پېغلې لور، پلار او مور په شمول د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

په همدې حال کې د پروان پولیس وايي چې د قضیې په اړه یې پلټنه پیل کړې اوتراوسه پوري یې د بګرام ولسوالۍ د دوو اوسېدونکو په ګډون ۳ تنه مشکوک کسان نیولي دي.

پولیس وايي، درېم مشکوک کس د کاپیسا اوسېدونکی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *