تاند- ناټو نن سهار وویل چې د بګرام په هوايي اډه کې دننه چاودنه شوې او لږترلږه ۴ تنه یې وژلي دي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په بګرام کې چاودنه او په نتیجه کې یې د څو تنو وژل کېدا او ټپي کېدا تایید کړه.

خو د ناټو نورې سرچینې وايي چې په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

تراوسه پوري د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ویل شوي چې حمله کوونکی د کارګر په جامه کې اډې ته ننوتی و.

وسله والو طالبانو په یوه پیغام کې ویلي چې دا برید د دوی له لوري شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *