عقل تل د شهوت پر ضد وي او هغه څه چې د شهوت سبب شي عقل نه دی. څوک چې د شهوت پر لاره پل ږدي هغه د وهم خاوند دی نه د عقل. د وهم او عقل د پېژندو لپاره د محک نه کار اخیستل پکار دي او هغه محک د قران او د انبیاو له ژوند و ژواک پرته بل څه نشي کېدای.
موسی(ع) د عقل خاوند وو او فرعون د وهم. د موسی(ع) عقل ژوند بښونکی و، او د فرعون وهم په نړۍ کې اور ولګاوه.
فرعون له موسی(ع) څخه پوښتنه وکړه :« ته څوک یې؟»
موسی:(ع) ځواب ورکړ:« زه د خدای له خوا رالېږل شوی عقل یم، او د ځمکې پر مخ د هغه حجت يم چې تاسې ته سمه لاره در وښیم.» فرعون وویل:« غلی شه! یوازې خپل اصلیت او پخوانی نوم دې راته ووایه.»
موسی(ع) ځواب ورکړ:« زما رښتینی اصلیت له اوبو او خټې څخه دی، چې الله(ج) ځان ورکړی او رښتینی نوم مې د خدای تر ټولو وړوکی بنده دی. زموږ ټولو مرجع له خاورې پرته بل څه نه دي. له خاورو زېږو. خوړل مو له خاورې دي او بیا خاورې ته بېرته ورګرځو. پخپله همدا زموږ ستر دلیل دی.»
فرعون وویل:« له دې پرته بل نوم او نسب هم لرې؟ ماته هغه مهم دي. ته د فرعون او د هغه د بنده ګانو بنده یې. ته ما لوی کړې خو تا زما پر وړاندې بغاوت وکړ او وتښتېدې. ځان ته وګوره ته یو ژمنه ماتونکی قاتل نه یې؟ چې د مساپرۍ خوارې ورځې او شپې دې تېرې کړې. زما او د خدای پر وړاندې دا ستا سر غړونه ده.)) موسی(ع) ځواب ورکړ:« ته نشې کولای چې له خپلو شتو او قدرت سره د الله په خدایۍ کې شریک شې. له هغه پرته بل هېڅوک نه پر دې جهان حکومت کولی شي او نه د خلکو مالک کېدای شي. زه هغه خلق کړی یم او پرته له هغه بل خدای نه پېژنم. تر دې چې ته زما یوه وریځه هم نشې جوړولی، نو بیا څنګه کېدای شي چې ته زما ځان و پېژنې؟ سر غړونکی خو ته یې چې له الله(ج) سره د شراکت دعوه کوې. که ما یو کس و واژه د قصد یا هم د هوی او هوس له مخې نه و. یو سوک مې ور کړ او هغه مړ شو. ما یو سپی واژه او ته د معصومو او بې ګناه ماشومانو سرونه پرېکوې. یوه ورځ به دې له ګرېوانه ونیسي، د هغوی قاتل ته یې. ستا د ړوند والي له سببه الله(ج) زه راولېږلم چې ستا د ظلم ماڼۍ را نسکوره کړم.»
فرعون وویل :« سره له دې ټولو خبرو تا زما مړۍ او مالګه خوړلې. نو دا روا نه ده چې د خلکو پر وړاندې ما سپک او ژوند مې تباه کړې.»
موسی(ع) وویل:« سخته خو د قیامت د ورځې خواري ده. که په دې دنیا د خیر او شر پر وړاندې درېدلی نشې بیا به په هغې دنیا څنګه ځواب ورکوې. کله چې د یوې ماشې چیچل نشې زغملی بیا به د مارانو له ټکونو سره څه کوې. په ظاهره زه له تا سره بد کوم، خو په باطن کې مې اغزي په ګلستان واړول.»