تاند- له لبنان څخه ورکړای شوي خبرونه وايي چې په پلازمېنه بیروت کې د ایران پر سفارت برید شوی او لږترلږه ۲۳ تنه وژل شوي خو ایران وايي چې د دوی سفارت ته نژدې چاودنه شوې او په ترڅ کې یې د ایران د سفارت کلتوري اتشه وژل شوی دی.

چاودنه د بیروت په جناح نومې سیمه کې وشوه چې د ایران سفارت پکې موقعیت لري.

له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه.

1په راپورونو کې ویل شوي چې شاوخوا ۱۴۶ تنه ژوبل شوي دي.

په بیروت کې د ایران سفیر غضنفر رکن ابادي د لبنان المنار تلویزیون ته ویلي چې د سفارت کلتوري اتشه ابراهیم انصاري وژل شوی دی. ده د نورو ایرانیانو د وژل کېدو په اړه څه ونه ویل.

1د ایران سفیر اسراییل په دې حمله کې په لاس لرلو تورن کړ.

راپورونه وايي چې لومړۍ چاودنه سفارت ته نژدې وشوه خو دوهمه د سفارت د ودانۍ مخته وشوه او د سفارت ودانۍ یې سخته زیانمنه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *