تاند- د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې تر ۲۰۰ زیات دوکانونه یا د سرای خونې او دوه لوی سرایونه په اور کې وسوځېدل.

اور نن /جمعه/ سهار مهال د تالقان د لرګیو په بازار کې بل شو او څو نورو سرایونو ته وغځېد.

دوکانداران او د پېښې شاهدان وايي، د اطفاییې ادارې په اور وژلو کې چټکه او لازمه مرسته ونه کړای شوه.

د تخار د والي ویندوی وايي چې اور په یوه حمام کې د ګازو د ډبې د چاودنې په نتیجه کې بل شو.

د تخار د والي ویندوی سنت الله تیمور رسنیو ته وویل چې تراوسه پورې د اور په وجه د اوښتي تاوان اندازه څرګنده نه ده خو ګومان کېږي چې ډېر تاوان اوښتی دی.

تیمور هم تایید کړه چې د تخار اطفاییه په اور وژلو کې پاتې راغله خو تیمور یې علت د اور د لمبو شدت وباله.

شاهدان وايي چې بالاخره د کندوز د اطفاییې اور وژونکي موټرونه تالقان ته ورسېدل او د تخار له اطفایې سره په ګډه یې اور وواژه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *