مازيګر کتاب پلورنځي دوه کتابونه  چاپ کړل

١– د مچۍ ځاله

د مچۍ ځاله د استاد سعدالدين شپون د مقالو کتاب دى، چې په  ٣١٢ مخونو کې په ښکلې بڼه او ښه صحافت د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر مازيګر کتابپلورنځي تازه چاپ کړى.

2په دې کتاب کې ټولې سل ليکنې دي، چې  بېلابېل ټولنيز، سياسي او ادبي موضوعات اوخوندورې خاطرې په خپله لمن کې رانغاړي.

استاد شپون په پښتنو کې د ځانګړي سبک ليکوال دى، چې خلک يې ليکنې په ډېره مينه لولي او ډېر څه ترې زده کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د شپون صېب دا ليکنې  په تاند ويبپاڼه کې خپرې شوې او پر کتاب  د تاند د ادارې يادښت هم راغلى.

دا کتاب به مو د لوستو پر مهال کله د کندوز  د خټکو په پالېزونو وګرځوي، داسې  به پکې بنګي غاړې ته لاړ شئ، د امريکا او نورې نړۍ کيسې او خبرې هم پکې ډېرې مزيدارې دي،  هيله ده د ذوق تنده مو پرې خړوبه کړئ.

٢– زېړ مازيګرى په پېښور کې دى

زېړ مازيګرى په پېښور کې دى، د پښتونخوا د ځوان او نوموتي شاعر اسرار اتل د شعرونو  کتاب دى، چې د زرو ټوکو په شمېر مازيګر کتابپلورنځي په ډېر ښه شکل چاپ کړى.

د د3ې کتاب د پښتۍ انځورونه د هېواد وتلي انځورګر حمدالله ارباب جوړ کړي او ډيزاين يې ښاغلي عبدالهادي اثر کړى.

دا کتاب ټول  ١٧٤ مخونه لري  او تر دې وړاندې په پېښور کې څوځل خپور شوى، چې د شعر د مينه والو له تاوده هر کلي سره مخ شوى، خو دا ځل يې په بڼه کې بدلون راغى او په لا ښه صحافت چاپ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *