یږ

تاند- د تایلند خاو کای ملي پارک ته نژدې له یوه کلي څخه یو تور اسیايي یږ په هیلي کوپتر کې د خاو لیم ځنګله ته وړل کېده، چې ناببره ولوېده او مړ شو.

په تایلنډ کې د حیواناتو د پالنې مسوولان وايي، په دې اړه تحقیقات کوي چې دا یږ ولي له هیلي کوپتر څخه ولوېد.

اندیپندنټ ورځپاڼه د تایلنډي رسنیو په قول وايي چې د دغه یږ له غورېدو کلیوال په تکلیف ول ځکه د حیواناتو پالونکو هڅه وکړه چې ځنګل ته یې یوسي.

دوی وايي، د دې پېښې په اړه په دې خاطر هم تحقیقات کوي چې په راتلونکي وخت بیا داسي ونه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *