تاند- یوې ۹۱ کلنې تایلنډۍ ښځې له ۱۰ کاله زده کړې وروسته د پوهنتون د لیسانس سند د خپل هیواد د پاچا له لاسه واخیست.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ۹۱ کلنې کیملان جیناکول د چهارشنبې په ورځ /اګست ۹/ د بشري پراختیا او کورنۍ په څانګه کې د سوکهوتای تاماتیرات له دولتي پوهنتون څخه د لیسانس سند په یو لړ مراسمو کې ترلاسه کړ.
مېرمن جیناکول د لیسانس د ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل«که درس ونه وایو، مطالعه ونه کړو، او معلومات ونه لرو، سم ږغېدای نه شو او نورو ته ځان ورپېژندالی نه شو.»
مېرمن جینا کول ته د لیسانس سند د تایلند پاچا ماها واجیر النګکتون، چې تېر کال د پاچهۍ پر تخت کښېناست، ورکړ.
په تایلند کې دود دا دی چې د پوهنتونونو د فراغت سندونه د شاهي کورنۍ د غړیو له لوري ورکول کېږي.