دا خبره اوس لکه د لمر روښانه ده چې د افغانستان دولت په تبلیغاتي ډګر کې هم خپلو افرادو ته په انګېزه ورکولو، هم د دښمن د افرادو د مورال په کمزوري کولو، هم د خپلې برحقه داعیې په روښانه کولو، هم د پاکستان د مداخلو په بربنډولو، هم د طالبانو لخوا د ورځینیو وحشتونو په رسوا کولو او د هغې په بربنډولو کې مکمل پاتې راغلی دی.
په بله غاړه کې طالبان، په خپل ټول افراطیت، تشدد، خشونت، سختو سزاګانو او له عام ولس سره په خشن برخورد او د عام ولس لپاره د تعلیم، برېښنا، او سل رنګه نورو خدماتو په فلج کولو سربېره په دې توانېدلي چې ځانونه سپین بازان وښیي.
طالبان په تبلیغاتي ډګر کې عجیبه عجیبه ابتکارات کوي.
د هغوی لومړی ستر ابتکار دا و چې ټول نظام یې یوې خوا ته پرېښود، د محلي پولیسو، اربکیانو، او هغو خلکو په بدنامولو پسې یې را واخیسته چې دوی ته یې په ټولنه، کلي، جومات، حجره او ګاونډ کې مشکلات جوړ کړي ول.
طالبانو د دې طبقې خلکو د بدنامولو لپاره لومړی د آزادۍ راډیو او نورو راډیو د شکایاتو له پروګرامونو څخه پیل را وکړ. هرې راډیو ته به یې شل شل تنه کښېنولي و چې زنګونه ور ووهي. راډیوګانو به هم د طالبانو غږونه د محلي خلکو په نامه خپرولو او محلي پولیس به یې بدنامول.
وروسته یې د پنځمې ستنې له عناصرو، او هغو خلکو څخه استفاده پیل کړه چې په کابل او ښارونو کې د طالب پلویان دي، هغوی ته په پټه یا ښکاره کار کوي، د هغوی بندیان ازادي، هغوی ته چاندې را ټولوي او د هغوی لپاره په بحثونو کې تبلیغات کوي. دې کسانو به وخت پر وخت د محلي پولیسو خلاف بیانونه ورکول.
د غزني امنیتي چارواکي وایي کله چې تېر کال په غزني کې د اردو لخوا عملیات پیل شول طالبانو د ولایتي شورا ځینو مهمو غړو ته حال ورکړ چې که د ځان خیر غواړي، دوی د همدې ورځې لپاره ساتل شوي دي، باید را ووځي، لاریونونه وکړي او عملیات بند کړي. هماغه و چې د ولایتي شورا غړو لاریونونه را و ایستل، او عملیات هم بند شول.
تر دې وروسته طالبانو په مختلفو ځایونو کې محلي خلک لاریونونو، مظاهرو او له بهرنیو خبریالانو سره تماس ته وهڅول چې حق ناحقه له محلي پولیسو څخه شکایتونه وکړي. په دې لړ کې یو ځل په غزني دې دومره ستره تجمع د غزني ښار پر لور سوق شوه چې د غزني د سقوط وېره یې رامنځته کړه.
د طالبانو دا تبلیغات تر محلي پولیسو مخکې د پولیسو، اردو او حکومت پر خلاف ول، خو له کله چې اربکیان او محلي پولیس را پیدا شوي نو دوی د اردو، پولیسو او نورو سرتېرو پر ضد تبلیغات ۹۰ سلنه را کم کړي او ټول فشار یې د محلي پولیسو په بدنامولو اچولی دی.
په دې وروستیو کې د طالبانو د تبلیغاتو تر ټولو رسوا څپه په ښارونو کې د خپلو پلویانو په وسیله د مطبوعاتي کانفرانسونو، لاریونونو، او آن ښځینه لاریونونو د جوړولو په بڼه را برسېره شوه. څو ورځې مخکې د طالبانو د ډنډ غوري د ولسوال ورور په کابل کې د سرتېرو خلاف مطبوعاتي کانفرانس ورکړ او د افغانستان اردو یې په نسلي تصفیه تورنه کړه.
کله چې په اروزګان یا غزني کې ښځې داسې لیکه او منظمې ودرېږي، لکه د وایټ هاوس خلاف چې د واشنګټن لاریون کوونکي درېږي، هماغسې منظم شعارونه په لاس کې ونیسي. هماغسې منظمې کامرې ورته لګېدلې وي، نو د دې کار جعليتوب له ورایه ثابتېږي. چېرته چې د ښځینه وو بل هر فعالیت بند وي، منع وي. ښوونځي ته نشي تللای، واکسین ته نشي تللای، رایه نه شي اچولای. هلته لاریون ته ښځي پرېښودل کېږي. آیا د دې ښځو په کورونو کې سړي نه و چې همدې لاریون ته راغلي وای؟
له بده مرغه، د افغانستان دولت نه د دې تبلیغاتي شبکو په کشف قادر شو، نه یې د پنځمې ستنې د عناصرو ارتباطات او اړیکې وڅارل. نه یې د لاریونونو د دایروونکیو هویتونه را وسپړل، نه یې د هغوی لیکوالان او د هغوی پلوي ژورنالستان وڅارل. نه یې د طالبان په زرګونو ناموسي جنایات، قتلونه، وحشتونه، نارواوې خلکو ته رسوا کړای شوې.
دولت باید اعتراف وکړي چې د دوی تبلیغاتي دستګاه د طالبانو په مقابل کې ماتې خوړلې ده. طالبان له دولتي امکاناتو، مدني ټولنې، رسنیو، او ټولو چینلونو څخه د خپلو دروغو او شایعاتو د خپرولو لپاره په لوی لاس کار اخلي.