دا خبره اوس نه ولس ته نوی ده او نه هم نړیوالو ته ، خو د ولس څه په وسه نده او نړیوال ښاماران اوبه خړی کوی او ماهیان پکښی نیسی . هر ځل چی د اشرف غنی او عبدالله تر منځ په سیاسی خبرو مشکلات را پیښ شی ، لومړنی څرک یی پر تخنیکی برخه ښکاره شی او د عبدالله د ډلی لخوا پټکې ووهلی شی چی م. م. زموږ غوښتنی په پام کی ندی نیولی ، انتخاباتی بنسټونه بی پری ندی ځکه نو د بیا شمیرنی پایلی نه منو .  کله چی بیا په سیاسی برخه کی د واک د ویش په اړه غوړی  وعدی تر لاسه کړی نو وایی چی د رایو بیا شمیرلو پروسه ښه روانه ده ، زموږ یی هری پریکړی منلو ته تیار یو .

     د جان کیری د دویم سفر او د هغه په سپارښت د تړون تر لاسلیک وروسته چی ګویا بایلونکی نوماند به تر ګټونکی ډیر امتیازونه تر لاسه کوی ، هر څه سم شول او د بیا شمیرنی پایلی د منلو وړ وګرځیدی . خو کله چی اشرف غنی تیره ورځ وویل چی د واک ویشلو په اړه می د هیچا سره موافقه نده کړی او که بریالی شم نو واک به د چا سره و نه ویشم  . البته دلته یی په غیر مستقیم ډول دا هم و ښودل چی که بریالی نشم نو له بریالی نوماند نه هم د واک برخه په خیرات کی نه غواړم . د بلی خوا تر اوسه پوری چی ۳۰ ٪ رایی تفتیش شوی ، دوه لکه د اشرف غنی له رایو او یولک او ۲۰ زره رایی د عبدالله له رایو څخه باطلی شویدی . لدی نه په پایله اخیستلو سره تیره ورځ د نړیوالو څارونکو مشر په څرګنده وویل چی : « . . . .د رایو د تفتیش له روان بهیره داسي ښکاري چې دانتخاباتو پر پایلو به اغیز ونه کړي» .  البته ددی خبری مانا یی دا وه چی دواړو خواوو درغلی کړی ، د دواړو خواو یو شمیر رایی باطلی کیږی مګر ګټونکی او بایلونکی به هغه کسان وی چی پخوا د رایو د ابتدایی شمیرلو په پایله کی اعلان شوی وه .

     پدغو رایو کی رښتینی ګټونکی او بایلونکی اوس نه یوازی اولس او نړیوالو ته مالوم دی ، بلکه پخپله د ښاغلی عبدالله ډله هم پدی ښه پوهیږی چی ګټونکی څوک دی . دوی اوس پوهیدلی چی « قمار را که باختی ، حریف را از دست نده » ځکه نو اوبه خړی کوی ، پټکی وهی ، تهدیدونه کوی او حریف په مرګ نیسی څو په تبه یی راضی کړی .

      دا ځل د پټکو نوبت ښاغلی عطامحمد نور ته ورسیدی . هغه تازه دمه په خارج کی د استراحت نه راغی او د واشنګټن پُست سره یی په مرکه و ویل : « . . . . که د ده د خوښې کاندید عبدالله عبدالله بریالی اعلان نه شو، مدني پاڅون به پیل کړي» . ده ټینګار وکړ چی موږ د بهرنیانو تر څارنی لاندی د رایو پر تفتیش باور نلرو . ده وویل ، د رایو د بیاشمیرنی او تفتیش پایله به و نه منو او زیاته یی کړه : « . . . . موږ به لوی مدني پاڅون پیل کړو… » . د مدنی پاڅون پروسه چی په ترڅ کی به یی څه وکړی ، ده داسی تشریح کړه : « . . . موږ به دولتي ودانۍ او تاسیسات ونیسو…. موږ به پروسه بایکاټ کړو، او راتلونکی حکومت به په رسمیت ونه پیژنو . . .  » .

 داچی ښاغلی نور په خارج کی استراحت کاوه ، ښایی پدی به خبر نه وی چی د رایو د تفتیش د څارنی د پاره بهرنیان دده د لارښود یانی ښاغلی عبدالله په بیا بیا غوښتنه ، د م. م. او اوباما په تائید سره راغلل ، د تفتیش د پاره یی د عبدالله د وړاندیزونو له مخی معیارونه جوړ کړل ، د انتخابانو له خپلواک کمیسیون نه یی واک واخیست ، د دواړو نوماندانو ، مدنی ټولنو او ټولو اړوندو بنسټونو د استازو په حضور کی یی د تفتیش کار پیل کړ . پدی کی شک نسته چی عطامحمد نور پدغو ټولو جزئیاتو ډیر ښه خبر دی . اصلی خبره داده چی د نوموړو بهرنیانو پر څارنی باندی ځکه باور نلری چی هغوی پدی پوه شوه او په زغرده یی اعلان کړه ، که رایی د تفتیش د هر ډول غلبیل نه هم تیری سی ، پر پایلو په کوم اغیز و نکړی .

      دا ځل  له بل هر وخت نه خبره په سپینه وسوه او هر چاته و ښودل شوه چی که عبدالله عبدالله بریالی اغلان نشی ، دا ډله بل څوک په رسمیت نه پیژنی او دولتی ودانی اشغالوی یانی کودتا کوی .

      زما په اند کودتا څه نوی خبره نده ، هم په افغانستان او هم په نوره نړۍ کی ډیری کودتا ګانی شویدی . فرض به یی کړو چی دوی دا اقدام وکړی او کودتا یی بریالی هم شی . ښاغلی اشرف غنی ته می مشوره داده چی دا ډول دده بی  واکه کول لدی نه ښه دی چی پخپله د یوه ناوړه ائتلاف دلاری چی د خلګو رایو ته سپکاوۍ پکی شوی وی او پر رایو باندی د معاملی پر بنسټ وی ، واک ورته وسپاری . دوی خو لومړی ځل هم د جنرال عظیمی په مشری د نجیب الله پر ضد د کودتا دلاری واک تر لاسه کړ او پایله یی وطنوالو او نړیوالو پخپلو سترګو ولیدل . ازموده را ازمودن خطاست ، دا ځل به بیا له کومو اصیلو زڼو څخه داسی ښکلی ګلان وکری چی وطن پری ګلالی شی ؟

                                                   پای .

                                            ۱۵ / ۸ / ۲۰۱۴

0 thoughts on “په تبه یې ونیسه چې په مرګ راضي شي؟ پوهنمل محمد نوزادي”
  1. Pe likena de bateleydunko raio andaza ghalata shodel shewey da. Pe 29% rai key 85000 raye aw pe 100% raio key pe hedud de 300000 raio de dwarhu tsekha legey shi kho de fisadei pe tenasob key khas tawpir ne razi.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *