اکمل اتش

د پوهنتونونو په نصاب کې ځینې داسې مضمونونه شته چې په ویلو یي پایله هیڅ وي او ځینې داسې مضمونونه هم شته چې د موضوع په اړه کافي مالومات نه وي ورکړل شوي، یوازې تاریخي څیړنه پکې شوي وي.

داسې مضامین د زده کوونکو په فکري وده کې هیڅ رول نشي لوبولی، ان فکر یي شاتګ اختیاروی او یا فکري سکون غوره کوي. ددې لپاره چې د زده کوونکو فکرونو ته وده ورکړو او د دوي مالومات  پیاوړي کړو لازمه ده چې د نړیوالو پوهنتونونو کریکولم تر نظر لاندې ونیسو تر څو پوه شو چې دوي د فکري ودې لپاره کومه تګلاره اغیزمنه ګڼلي ده.

د نړۍ د مشهورو لیکوالانو اثار باید د پوهنتونونو په نصاب کې شامل شي، له دې لارې کولای شوو چې د نړۍ دې پرمختګ په اړه څه ترلاسه کړو. د نړیوالو په اړه مالومات ترلاسه کول؛ کولای شي چې فکري پراختیا رامنځته کړي. لکه څنګه چې د ابو علی سینا اثار د اروپا په پوهنتونونو تدریس کیږي، نو لازمه ده چې مونږ هم ددوي په اړه کافي مالومات ولرو.

هغه ارزښتناک اثار چې ویل یي ضروري دي او د زده کوونکو لپاره ګتور دي، په اړه یي باید زده کوونکي پوره مالومات ولري. زده کوونکو ته باید ددغو اثارو په اړه کورنۍ دندې ورکړل شي او دې تشریح او پوښتنو لپاره یي باید وړاندې کړي.

که فکر وکړو مونږ اوس هم دې تاریخ له مخې قضاوت کوو، حال دا چې پیړۍ مخکې حالات او اوسنۍ حالات تور او سپین فرق لري، دې تاریخ له مخې قضاوت کولو سره یواځې ځان راته ښه ښکاره کیدلای شی خو نور نه، خو دې اوس ګټه یوازې د ځان نه ده؛ بلکې نیمایي ده. ددغو حالاتو دې پوهیدلو لپاره پکار ده چې په درسي نصاب کې د فکري ودې مضامین شامل کړو.

نړۍ هر وخت د یوه نوی بدلون په حال کې وي، پخواني هغه کارونه چې په پیچلي بڼه ترسره کیدل اوس ډېر په ساده او پرمختللي بڼه ترسره کیږي او د زیات وخت مخنیوی یي کړی دی، همداسې هغه پخواني درسونه د بدلون په حال کې دي او نوي لندې لارې راوړاندې کوي. خو مونږ له نویو ناخبره پرېږده چې پخواني مو هم نه وي زده.

د چېپټر تر مخه لوستلو څخه څه لاسته نه راځي، تر څو چې د یوې موضوع په اړه په خپله مالومات ترلاسه نه کړو، ټولګیوالو ته یي وړاندې نه کړو او بر پایله یي ونه غږیږو، که نه اغیزمنه نه ده چې فکري انجماد مات شي. د نړۍ د مشهورو لیکوالانو اثار او ددوي مبارزې، اپډېټ مواد، د اوسنۍ مبارزې بڼه، د خپل هیواد پرتله او داسې نورو په اړه که کافي مالومات ونه لرو، نو پیړۍ وروسته مو هم خدای مل شه.

غوره لار به دا وي  چې نړیوال شهکارونه او د نوي معلوماتو درلودونکي مضامین د پوهنتونونو نصاب ته داخل کړو او په دې ډول د خپلو او د نورو افکارو سرحدونه ورمات کړو، تر څو هر څه په روښانه ډول وڅیړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *