د افغانستان په نوم د ځمکې په سر یو موټی شوې خاوره چې د تاریخ په اوږدو کې د امپراتوریو په هدیره مشهوره ده نن بیا هم د تیر تاریخ په دوام سره د نړۍ د نیابتي جګړو او د ترهګرۍ د فعالیت زانګو ګرځیدلې ده.
پوره یو کال مخکې افغانانو د وري په ۱۶ اوږده اوږده کتارونه جوړ کړل او د خپلې خوښې وړ نوماند ته یې رایه واچوله چې د افغانانو موخه له دې ګډون او ملاتړ څخه دا وه چې له یوې خوا موجود وضیعت سمون او بهبود پیدا کړي ناامني او بې کاري ختمه شي او له بلې خوا د ولسواکۍ د پیاوړي کولو لپاره یو ستر ګام پورته شي. ولس تل د افغان مشرانو د ناقصو سیاستونو له وجې ځپل شوی دی او اوس یې هم قرباني دی. ولسمشر غني له خپل سیال ډاکتر عبدالله عبدالله سره ایتلاف وکړ او د ۵۰ جمع ۵۰ ویشل شوی حکومت یې را منځته کړ. ولسمشر غني د ملي وحدت تر نامه لاندې داسې یو حکومت ته غاړه کیښوده چې په شپږو میاشتو کې یې د افغانانو د ژوند ښه کولو ته هیڅ ګام هم پورته نه کړ. امنیت هغه مهمه او اساسي غوښتنه ده چې ددې خاورې هر تبعه یې د نه شتون له مخې خپل روغ ژوند، حیثیت او ثروت په خطر کې ویني. هره شیبه ددې هیواد په هر ګوټ کې حتی د پلازمینې کابل په دروازو کې د ناامنۍ اقدامات لیدل کیږي. د روانې اونۍ په پیلنۍ ورځ د هیواد په ختیځي ولایت ننګرهار کې داعش په لمړي ځل د ځانمرګو بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیسته او د طالبانو ویاند دا ډول حملې وغندلې کوم چې ملکي مرګ ژوبله یې موخه وي. دلته د مخکني ولسمشر حامد کرزي د هغه پټې غونډې خبر را یاده شوه چې ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ته یې ویلي وو چې ژر تر ژره ټاکنیزې شخړې مو سره حل کړی او هڅه وکړی چې یو پراخ بنسټه حکومت را منځته او د هیواد امنیت او حاکمیت ټینګ کړی شی او ترڅنګ یې دا هم ورته ویلي وو چې زما د مالوماتو له مخې د نړیوالو قدرتونو شومو سیاستونو ته په کتو داعش به افغانستان ته راشي او که تاسو سره متحد نه وی نو لرې نه ده چې داعش افغانستان ته په یو فوق العاده ګواښ بدل شي. دا دی نن داعش افغانستان ته په یو ستر ګواښ بدلیدونکی دی. بلخوا افغانستان ته د روسیې ځانکړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې امریکا هغه طالبان په نښه کوي چې له داعش سره نه یوځای کیږي دې وضیعت ته په کتو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت امکان لرې کوي. داعش له جلال آباد څخه د خپل وحشت یو ستر مانور وړاندې کوي او په مقابل کې یې رسنۍ او د ټولنیزو شبکو کاروونکي له هوش څخه پرته په جوش سره او بې له دې چې د هغې انځورونه لږ تر لږه پیکه کړي راساً یې له عامه افکارو سره نښلوي. چې دا پخپله د ترهګرو د فعالیتونوترسره کولو او موخو رسیدلو ته لویه مرسته کوي. د افغانستان د ناامنۍ قضیه تر ننه نږدې ۳۷ کلنه کیږي او په دې کلونو کې افغانانو دوې اشغال ضد جګړې او څو ځله یې کورنۍ جګړې کړې دي. د لویو امپراتوریو تاریخ ته په کتو هغوی چې کله پر کوم هیواد یرغل کړی دی نو له ماتې څخه یې وروسته یرغمل شوی هیواد په کورنۍ جګړه کې ښکیل شوی دی. زموږ هیواد هم د اشغال ضد چګړو څخه وروسته د دا ډول پیچلو ستونزو سره مخ شوی دی. د افغانستان د نا امنۍ ستر پړه پر پاکستان او د ډیورند په فرضي کرښه ور اچول کیږي چې دا یو مهم لامل ګڼل کیدای شي خو ترڅنګ یې نورې ستونزې هم دي چې هره یوه ځانګړي برخورد او روش ته اړتیا لري که افغانستان غواړي چې پاکستان له مداخلې څخه منع کړي نو افغانستان ته لازمه ده چې د پاکستان اساسي غوښتنې درک کړي او په مقابل کې یې باید ورته د لویو سیمه ییز او نړیوالو قدرتونو په واسطه د افغانستان ثبات ته اړ کړي که افغان حکومت یوازې د مذهبي او جغرافیایی ګاونډیتوب له مخې ورسره مخ ته لاړ شي او سعودي عربستان ته پکې رول ورکړی نو دا نا ممکنه ده چې پاکستان د پر افغانستان د سیاست او دیانت له زاویې پر افغانستان ورحمیږي مګر دا چې د نړۍ قدرتونه وهڅول شي څو پر پاکستان فشار راوړي چې افغان ثبات ته د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې ژمن پاتې شي. بل لور ته ایران هم په افغانستان کې خپلې مذهبي، کلتوري او اقتصادي ګټې ویني او دا هم د افغانستان د قضیې یو مسبب ګڼل کیدای شي. اوس ولسمشر غني تهران ته تللی دی او دا د ولسمشر غني لمړی سفر دی چې ایران ته یې کوي که څه هم چې ولسمشر غني د تیر کال د کب په میاشت کې دا تصمیم درلود چې ایران ته سفر وکړي خو په هیواد کې د طبیعي پیښو له لاسه دی ونه توانید چې ایران ته سفر وکړي خو نن ورځ بیا هم افغانستان د یوې ستري بشري فاجعې شاهد و خو ولسمشر دا سفر د دوهم ځل لپاره مېس نه کړ او ایران ته یې سفر وکړ د ایران له سفر څخه موخه دا ده چې له افغانستان سره د یو ستراتیژیک تړون په چوکاټ کې اوږدمهاله او د هر اړخیزو اړیکو څپرکی پرانیزي. دوې میاشتې مخکې د هیواد د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر هم ایران ته سفر کړی و او د ستراتیژیک تړون د محتوا پر موضوع یې سره بحث کړی و که څه هم چې دا کومه نوې خبر نه ده بلکه مخکني ولسمشر حامد کرزي له ایران سره په یو حساس وخت کې د ستراتیژیکو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړی و او د هغه وخت حکومت بیا دا وخت پیدا کړی نه و چې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي. ولسمشر غني پرون ایران ته ورسید او له خپل سیال سره یې وکتل د دواړو محوري د بحث موضوع امنیت او له مخدره موادو سره مبارزه وه دوی په دې سره تفاهم کړی دی چې د مخدره موادو پرضد به ګډ اطلاعاتي او عملیاتي فعالیتونه کوي. که په دې اړه لږ سوچ وشي له یوې خوا پاکستان هڅه کوي چې ګډ سرحدي عملیات وشي او له بلې خوا ایران هم په لږ بدلون سره. خو دا ټول فعالیتونه نسبتاً د هیواد مقطعي او موقتي امنیت ته ګټه کوي خو د هیواد د ثبات راوستو دایمي حل لاره نه شي تمامیدای.
خو واقعیت دا دی چې په هیواد کې اکثریت ولس تحول ته رایه ورکړه او هغه څه چې سم روان و هغې ته یې د تداوم رایه ورکړه خو تر اوسه کوم مثبت تحولات نه دي راغلي. د تیرې نا امنۍ تداوم روان دی او د نا امنیو عاملین کم شوي او محوه شوي نه دي خومتحول شوي دي له سپین څخه تور د اسلام له سپیڅلي نوم څخه په استفادې د وحشت او دهشت حرکت یې د افغانانو وینې بهوي.