تاند- د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې د دوو ډلو ترمنځ په قومي بنیاد نښتې، چې له یوې مودې راهیسې روانې دي، پرون /چهارشنبه/ اوج ته ورسېدې.
د تخار د والي ویندوی سنت الله تیمور په رستاق ولسوالي کې نښتې تایید کړې، ویې ویل چې دا جګړې د دوو نامسوولو وسله والو قوماندانانو ترمنخ روانې دي.
خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا جګړه د ازبک او تاجک قوماناندانو ترمنځ په قومي بنیاد پیل شوې ده.
شاهدان وايي چې په جګړه کې له یوې خوا د ازبک قوماندان بیرم قُل او له بلې خوا د تاجک قوماندان عین الدین کسان برخه لري.
تراوسه پوري د جګړې په نتیجه کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د تخار د والي ویندوی وايي چې د ولسوالۍ مرکز او دفترونه تر دې دمه له جګړو په امان دي.
د جګړې سیمې ته د تخار له مرکز تالقانه ځواکونه استول شوي څو د جګړې اور مړ کړي خو تر نن /پنجشنبې/ پوري څرګنده نه شوه چې دغه ځواک د جګړې مخه نیولې او که نه ده.
په تخار کې له کلونو راهیسي د سیمه ییزو قوماندانانو ترمنخ تربګنۍ شته او دا په داسي حال کې ده چې تېر کال وسله والو طالبانو هم په دې ولایت کې ریښې وځغلولې، د درقد په شمول یې لږترلږه ۳ ولسوالۍ د یوې مودې لپاره ونیولې.
ازیک، تاجک او پښتانه د تخار ۳ لوی قومونه دي خو د دغه ولایت اکثره پښتانه په پاکستان او نورو سیمو کې مهاجر دي ځکه چې مځکې یې زورواکو قوماندانانو غضب کړي دي.