تاند- د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې د دغه ولایت د ولایتي شورا د یوه غړي او د ولسي جرګې د تېرې دورې د تخار د یوه استازي د وسله والو کسانو ترمنځ په نښته کې د ولایتي شورا غړی عین الدین رستاقي او ۳ تنه نور ووژل شول.
پېښه د چهارشنبې په ورځ /اپریل ۱۳/ مازدیګر مهال وشوه. د ولایتي شورا غړی د جمعیت او د ولسي جرګې د تېرې دورې وکیل د جنبش غړی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې وسله واله نښته کې ۴ تنه نور ژوبل شوي او د ځینو ټپیانو حال نازک دی.
د ټپونو د سختوالي له کبله څو ټپیان د ولایت په مرکز کې د تالقان روغتون ته وړل شوي دي.
عین الدین رستاقي د تخار د ولایتي شورا د ۲ دورو استازی او د جمعیت ګوند غړی و.
دې ته په پام چې د ولایتي شورا وژل شوی غړی عین الدین رستاقي د جمعیت غړی و او مقابل لوری یې بیرم قول ضیايي د جنبش غړیتوب لري، وېره ده چې دا پېښه په تخار کې د دغو دوو ډلو ترمنځ اختلافات زیات کړي.
ویل شوي چې د ولسوالۍ په مرکز کې حالات ترینګلي دي او وسله وال کسان پکې بلې احتمالي نښتې ته تیاري نیسي.
تراوسه څرګنده نه ده چې د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف د کومې مسلې پر سر رامنځته شوی دی.