تاند- د افغانستان په شمال ختیځ کې د زلزلې د ټکانونو په اثر لږ ترلږه ۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.

د تخار ولایت د پولیسو ویندوی خلیل اسیر وویل، په دې زلزله کې، چې تېره شپه دوه نیمې بجې وشوه، د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ دوه کلي زیانمن شوي دي.

اسیر وویل:«د زلزلې سختو ټکانونو د رستاق ولسوالۍ په خواجه خیراق او پیسته مزار کلیو کې څلور تنه وژلي دي.»

د اسیر په وینا لومړني معلومات د څلورو تنو د وژل کېدو ښودنه کوي خو امکان شته چې د تلفاتو شمېر تر دې زیات وي.

ده همداراز وویل چې زلزلې تر ۱۰۰ زیات کورونه نړولي یا زیانمن کړي دي.

ژغورونکي ډلې سیمې ته د مرستې لپاره استول شوي دي.

په ۱۹۹۷ میلادي کال په تخار ولایت کې په زرګونو تنه د زلزلې په اثر وژل شوي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *