تاند- وسله والو حمله کوونکو نن /سې شنبه/ شپه په تالقان کې د یوې راډیو دوه ژورنالیستان ووژل.

راپورونه وايي چې وسله وال د همصدا راډیو ودانۍ ته ننوتل او د هغې دوه کارکوونکي یې وویشتل.

د د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د همصدا راډیو ډایرکټر سمین حسیني وویل، د راډیو وړاندې کوونکی او خبریال په راډیو کې ول چې ډزې پرې وشوې.

حسیني او پولیس وايي چې تراوسه پورې د دې برید د انګېزې په اړه څه نه شي ویلی.

دا په روان میلادي کال کې پر ژورنالیستانو دوهمه حمله ده. تېره میاشت وسله والو طالبانو یو خبریال نوید نوري له تښتولو وروسته په بې رحمۍ وواژه.

په ۲۰۱۸ م کال طالبانو او داعش په افغانستان کې لږترلږه ۱۵ ژورنالیستان ووژل.

د رسنیو د حقونو مدافع ډله، چې مرکز یې په پاریس کې دی، وايي چې د خبریالانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک هیواد افغانستان دی، ورپسې سوریه او عراق خطرناک هیوادونه ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *