تاند (شنبه، د عقرب ۱۱) د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې نن سهار په یوه چاودنه کې ۱۱ ماشوم زده کوونکي ووژل شول.
راپورونه وايي چې زده کوونکي ښوونځي ته روان ول چې په لاره کې یې چاودنه وشوه.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
په درقد کې وسله وال طالبان زیات فعال دي. تېره اوونۍ دولتي ځواکونه وتوانېدل چې دا ولسوالي له طالبانو بېرته ونیسي خو لا هم د ولسوالۍ په ځینو سیمو کې طالبان ځای پر ځای دي.
طالبان عموماً دولتي ځواکونو ته په لارو کې بمونه او ماینونه ږدي خو ډېر ځلې د دوی په ماینونو عام خلک وژل کېږي.
د ملګروملتو د راپور له مخې، سږ کال د ملکي مرګ ژوبلو له نظره د افغانستان لپاره بې ساری کال و.
د ملګروملتو دا راپور مخکې تر دې خپور شو چې د ننګرهار په هسکه مېنه کې تر ۷۰ زیات ملکي وګړي په یوه جومات کې ووژل شول.