د کندهار مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه– د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کي د پخوا په پرتله امنيتي ستونزي له منځه تللي او تر څنګ يې د خپلسريو او فساد مخه هم نيول سوې ده.

يادې خبري د تخته پل ولسوال محمود اڅکزي د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په دفتر کي يوې جوړي سوي خبري غونډي ته وکړې او يادونه يې وکړه چي په ياده ولسوالۍ کي يو شمېر پرمختيايي پروژې هم تر سره سوي چي له کبله يې د ولسوالۍ د خلکو په ژوند کي سمون راغلی او ټينګار يې وکړ چي دوی به په دې اړه نور هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

ښاغلي اڅکزي وويل، په ياده ولسوالي کي د پوهني په برخه کي هم زيات پرمختګونه راغلي اوسمهال ١٢ بابه ښوونځي په ښه ډول فعاليت لري چي ٣٠٥ تنو نجونو په ګډون١٠٥٢ تنه زده کوونکي پکي زده کړه کوي.

د تخته پل ولسوال په ياده ولسوالۍ کي د راتلونکو ټولټاکنو او سولي په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو د پليدو خبره وکړه او يادونه يې وکړه د عامه پوهاوي پروګرامونه په ډېره چټکتيا پر مخ روان دي او هيله يې وښوده چي د تخته پل ولسوالۍ خلک به په راتلونکو ټولټاکنو کي په پراخه کچه برخه واخلي.

ولسوال وويل، د نورو پرمختګونو تر څنګ په محلي اداره کي هم زيات پرمختګ رامنځته سوی او اوسمهال امنيه قومانداني، د نفوسو احوالو د ثبتولو څانګه، دوه تنه قاضيان، يو څارنوال، د کرهڼي او مالدارۍ څانګه، د سکتوري خدماتو څانګه او داسي نوري ادارې په ښه توګه فعاليت لري.

د تخته پل ولسوال د کرهڼي په برخه کي د زياتو ستونزو د شتون خبره هم وکړه او ټينګار يې وکړ که چيري د ګرهڼي په برخه کي د يادي ولسوالۍ د خلکو ستونزي حل نه سي د دوی کرهڼيزي حاصلات به له فلج سره مخامخ سي.

ښاغلي اڅکزي د يادې ولسوالۍ د روغتيايي ستونز په اړه هم خبريالانو ته د خبرو پر مهال وويل، اوسمهال په ياده ولسوالۍ کي يوازي يو روغتيايي کلينيک فعاليت لري چي په هيڅ ډول د خلکو د روغتيايي ستونزو لپاره بسنه نه کوي.

خو اڅکزي په ياده ولسوالۍ کي د پرمختيايي کارونو په برخه کي خوښي وښوده ويې ويل، له څه مودې راهيسي د بيارغوني په برخه کي د پام وړ کارونه تر سره سوي لکه د بېلګي په ډول د پوليسو يوه پوسته د ټولو اسانتياوو په لرلو سره له سره جوړه سوې، د ملي امنيت لپاره نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول جوړه سوې، د ولسوالۍ د خلکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو يو شمېر لاسي برمې وهل سوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *