خبریال: رفيع الله مندوخېل،  اسلام اباد  

د بلوچستان ايالت په حب سيمه کې د دوشنبې په  شپه ناوخته په ترافيکي پېښه کې څوارلس تنه له ژونده بې برخې شوي دي.

پېښه د تېلو د ټانکر او د سورليو د بس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سند ايالت مرکز کراچۍ ته څېرمه د حب سيمې پوليس وايي چې له لسبېلې سيمې تلونکي د ايراني تېلو د ټانکر او بس موټر له ټکر وروسته ټانکر اور اخيستی چې په نتيجه کې يې په بس کې سپاره څوارلس تنه په اور سوي او مړه شوي دي.

د حب سيمې مرستيال کمیشنر شبير مېنګل رسنيو ته ويلي، د سورليو بس موټر له کراچۍ د بلوچستان پنجګور سيمې ته روان و او پکې درې دېرش تنه  سپاره وو.

په پېښه کې شپاړس تنه نور ټپيان شوي دي چې سيمه یيز روغتون او بيا وروسته د ايدهي خيريه موسسې د امبولانسونو په واسطه د درملنې په  لپاره د کراچۍ روغتون ته وړل شوي دي.

مرستيال کمیشنر د روغتون د چاوراکو له قوله ویلي، په ټپيانو کې د پنځو حالت مرګونی دی.

پوليسو د پېښې په اړه تحقيقات پيل کړي، خو تراوسه دا نه ده څرګنده چې د دې خونړۍ ترافيکي پېښي لامل څه وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *