د کابل جلال اباد په لویه لاره د کاکڅ په سیمه کې په یوه ترافیکي پيښه کې ۱۱ تنه ژوبل شوي چې د درې تنو حالت یې نازک دی.
نن د ۱۲ نیمو بجو په شا و خوا کې قرغیو ولسوالۍ اړوند د کاکڅ په سیمه کې د کابل جلال اباد په لویه لاره د یو کرولا او یو سراچه موټر د ټکر له امله ۱۱ تنه ژوبل شوي چې ټول یي نارینه دي او د ۳ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
زخمیان ټول تر لومړنی درملنې وروسته د کاکڅ کلینیک د امبولانسونو پواسطه د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته د اساسي درملنې په موخه لیږدول شوي.
د دې پېښې په اړه د لغمان د والي ویندوي سرحدي ځواک وايي: