تاند- اته تنه پرون ماښام هغه مهال په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شول چې له لغمان څخه کابل ته روان ول.
د راپورونو له مخې دا کسان په یوه مرسدیس بینز کې سپاره ول چې موټر یې د ماهیپر په سیمه کې د چلوونکي له کنټروله ووت او لاندې وغورځېد.
په دې پېښه کې د موټرچلوونکي په ګډون اته تنه مړه شول.
د پېښې ټول قربانیان ځوانان ښودل شوي او نن سهار په مهترلام کې خپلوانو ته وسپارل شول.
د خرابې ډیورورۍ تر څنګ د سړکونو خرابوالی او د موترو ډېروالی په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي علتونه ګڼل کېږي.
د کابل- جلا اباد پر لاره په ځانګړي ډول زیات بیروبار دی. له کلونو راهیسي د کابل- جلال اباد – تورخم د دوهم سړک کار ځنډېږي.