تاند- د غزني کابل او بامیان کابل پر لویو لارو په دوو ترافیکي بېښو کې شاوخوا ۴۰ تنه مړه او ژوبل شول.

لومړۍ پېښه د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره په میدان وردګ ولایت کې د یوه موټر د چپه کګېدو په نتیجه کې وشوه چې له کبله یې شل تنه مړه او ژوبل شول.

د میدان وردک د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي دا پېښه د جلریز ولسوالۍ د اونۍ کوتل په سیمه کې نن سهار وختي وشوه.

ده وویل نن سهار شاوخوا ۵ بجې یو فلاینکوچ موټر، چې له بامیان څخه یې کابل ته مسافر لیږدول، د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د اونۍ کوتل په سیمه کې چپه شو .

په پېښه کې د ۴ مېرمنو او دوو ماشومانو په ګډون نهه تنه مړه شوي او د دوو مېرمنو په ګډون یوولس نور ټپیان شوي دي.

د خوږیاڼي په وینا د دوو تنو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی .

د پېښې ټول قربانیان له سیمې څخه مرکز کابل ولایت ته لیږدول شوي دي.

پېښه د موټر چلوونکي د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې .

دوهمه پېښه د کابل- کندهار په لویه لار وشوه چې له کبله یې ۴ تنه مړه شوي او شپړاس نور ژوبل دي.

دا پېښه نن سهار اته نیمې بجې د کابل – غزني په لویه لاره د دوو موټرو د ټکر په نتیجه کې وشوه .  په پیښه کې ۴ ملکې وګړې مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شول ،په ټپیانو کې ۷ ماشومان او ۴ ښځې هم شامل دې.
د پیښې څخه ټپیان د غزني ولایت سیمه ییز روغتون ته انتقال شوې دې چې دا مهال تر درملنې لاندې دې  او همداراز ډاکترانو  د ۴ ټپیانو روغتیایی حالت د اندیښنې وړ  بللی دی .

په افغانستان کې د لارو د خرابوالي، د ترافیکي نښو د نشتوالي او د موټرچلوونکو د بې غورۍ له کبله تر جګړې هم په ترافیکي پېښو کې زیات افغانان له ژونده بې برخې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *