روژه

 عَنْ هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ عَنْ أَبِيهِ : أَنَّ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ جَمَعَ النَّاسَ عَلَى قِيَامِ شَهْرِ رَمَضَانَ ، الرِّجَالَ عَلَى أُبَىِّ بْنِ كَعْبٍ ، وَالنِّسَاءَ عَلَى سُلَيْمَانَ بْنِ أَبِى حَثْمَةَ. ( السنن الكبرى للبيهقي , كتاب الصلاة , باب قيام شهر رمضان )

    ۱۸ -هشام بن عُروه له خپل پلار عُروه څخه روايت کوي چې : عمر رضي الله عنه په تراویح کې ټول خلک يو ځای ټول کړل ، سړي به په اُبَیْ بن کعب پسې اودرېدل ، او ښځې په سليمان بن أبِيْ حثمه پسې . ( بيهقي )

              يوه غلطه خبره :

        ځينې خلک دا فکر کوي چې که يوه ورځ تراوېح پاتې شي نو بيا به يې نه کوې ، چې يوه ورځ تراوېح ور څخه پاتې شي ، نو بيا ټوله روژه همداسې ناست وي ، او وايي چې زما څخه يوه ورځ پاتې شوي دي .  دا يو غلط او شيطاني فکر دی ، که له چا څخه يوه ورځ يا ډېرې ورځې  تراوېح پاتې شي ، نو سبا ته دې نه پرېږدي ، بلکه خپلې تراوېح دې کوي ، او د پاتې شويو په هکله دې له الله جل جلاله څخه بخښنه اوغواړي .

د روژې مياشت کې د نفلونو ثواب :

       ۱۹ – له ابوسعيد الخُدرِي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : کوم مؤمن چې د روژې د مياشتې په کومه شپه کې لمونځ کوي نو د الله تعالی له لوري به په هره سجده باندې يو زر او پنځه سوه ۱۵۰۰ نېکۍ ورکول کېږي ، او په جنت کې به يو کور ورته جوړېږي ، دا کور به له يوې سرې ملغلرې څخه جوړ وي ،   ( دومره لوی ) چې شپېته زره دروازې به لري ، د دې هره دروازه به يوه د سرو زرو ماڼۍ ( قصر ) لري ، دا قصر به په يوه سره ملغلره باندې ښايسته شوی وي .

       چې کله د روژې د مياشتې اوله روژه ونيسي نو ټول مخکني ګناهونه او هم هغه چې تر بل رمضانه پورې يې کوي –   وبخښل شي .  او په هره سجده باندې به د ورځې يې وکړي او که د شپې – په جنت کې دومره يوه لويه ونه ورته کېښودل کېږي چې په اس سپور سړی به يې په سوري کې پنځه سوه کاله مزل کوي . (البيهقي في شُعَب الإيمان )

۲۰ – له سلمان رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د شعبان په وروستۍ ورځ کې مونږ ته په وينا کې اوفرمايل : ای خلکو !

         تاسو ته ډېره ستره او مبارکه مياشت را ورسېدله ، داسې مياشت چې پدې کې يوه شپه ده چې له زرو کلونو څخه غوره ده ، د دې مياشتې روژه الله جل جلاله فرض کړې ده او دشپې قيام نفلونه يې سنت ګرځولي دي ، څوک چې پدې مياشت کې يو نېک کار وکړي ( لکه نفلونه او نور ) دومره ثواب لري لکه فرض يې چې کړي وي  ، او څوک چې فرض پکې وکړي هغه دومره ثواب لري لکه اویا ۷۰ وارې يې چې کړي وي ، ( يعنې نفل يې د فرضو ثواب لري او فرض يې د اويا فرضونو )     ( صحيح ابن خُزيمة )

د روژه ماتي ثواب :

         ۲۱ – رسول الله صلی الله عليه وسلم په همدې پورتني حديث کې فرمايي : او دا د صبر مياشت ده ، او د صبر ثواب جنت دی ، او دا  د غمخوارۍ ( له مسلمانانو سره د ښېګڼې ) مياشت ده ، او داسې   مياشت ده چې د مؤمن رزق پکې زياتېږي ، څوک چې کوم روژه نيوونکي ته روژه ماتی ورکړي – په بدل کې به يې د ده ګناهونه وبخښل شي ، او د جهنم له اُور څخه به خلاص شي ، او ده ته به هم الله جل جلاله د روژه نيوونکي هومره ثواب ورکړي ، بې له دې چې د روژه نيوونکي ثواب کم شي ، ( يعنې هغه ته به خپل پوره ثواب ورکول کېږي ، او دې مسلمان ته به چې روژه ماتی يې ورکړی – الله جل جلاله له خپلو خزانو څخه بېل ثواب ورکړي )

                اصحابو ورته اوويل چې : ای د خدای رسوله ! زمونږ هر یو کس سره خو دومره څه نشته چې چاته پوره روژه ماتی ورکړي ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم اوويل : دا ثواب الله جل جلالههر هغه   کس ته ورکوي چې کوم مسلمان ته د روژه ماتي لپاره يوه خورما ، يا يو غوړپ اوبه ، يا د شودو شربت ورکړي   ( يعنې د روژه ماتي دا پورتنی ثواب په لږ او ډېر روژه ماتي باندې ورکول کېږي ) .

  او څوک چې کوم روژه نيوونکي ته دومره روژه ماتی ورکړي چې هغه ښه موړ شي   نو الله جل جلاله به ( په محشر کې ) هغه ته زما له حوض څخه اوبه ور کړي – چې بيا به تر څو چې جنت ته داخلېږي تږی نشي .

له خپل مزدور سره دښېګڼې ثواب :

  په همدې حديث کې وړاندې فرمايي چې :

          د دې مياشتې اوله برخه رحمت دی ، دوهمه يې مغفرت ، او وروستۍ برخه يې له اور څخه د خلاصون شېبې دي . څوک چې پدې مياشت کې د خپل خادم ( مزدور )   کار سپک کړي ،    ( يعنې د مزدور کار کم کړي ، سختي ورسره نه کوي) نو الله جل جلاله به دې کس ته ( چې له مزدور سره يې دا ښېګڼه وکړه ) ګناهونه وبخښي .

ذکر او استغفار :

       په همدې حديث کې وړاندې فرمايي چې : پدې مياشت کې څلور کارونه زيات کوئ : دوه کارونه هغه چې تاسو به خپل رب پرې خوښ کړئ ، او دوه نور هغه چې ستاسو لپاره ضروري دي .           هغه دوه کارونه چې رب پرې راضي کړئ دادي :اول – د لاإله إلا الله ُ     ذكر كول . دوهم – أَستَغْفِرُ الله َ    ويل . او هغه نور دوه چې ستاسو لپاره ضروري دي : اول – داچې له الله جل جلاله څخه جنت غواړئ ، دوهم – له جهنم څخه پنا غواړئ . ( صحيح ابن خُزيمة )

د روژه ماتي د وخت دُعا :

               ۲۲ – له ابوهُريره رضي الله عنه څخه روايت دی رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : درې کسان دي چې دعا يې نه رد کېږي ( او قبلېږی ) روژه نيوونکی تر څو چې روژه ماتوي ، عادل بادشا ، او مظلوم .   ( ابن ماجه )

                   د روژه ماتي په وخت کې بايد دا دعا اوويل شي :اَللّهُمَّ إنِّيْلَکَ صُمْتُ و بِکَ آمَنْتُ و عَلَيْکَ تَوَکَّلْتُ و عَلی رِزْقِکَ اَفْطَرْتُ  . دا خو مشهوره دعا ده .

۲۳ – عبد الله بن عَمْرو بن العاص رضي الله عنه به د روژه ماتي په وخت کې دا دعا کوله :اَللّهُمَّ إنِّيْ أسْأَلُكَ بِرَحْمَتِكَ الَّتِيْ وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ أَنْ تَغْفِرْ لِيْ .ژباړه : ای الله ! زه له تا څخه ستا د هغه رحمت په وسيله سوال کوم چې له هر څه نه لوی دی – چې ګناهونه مې راته وبخښه .

( ابن ماجه )فائده :

               دا خو د صحابي دعا وه چې بايده هر مسلمان يې زده کړي ، لدې نه علاوه بايده هر څوک د روژه ماتي په وخت کې او له هغې نه مخکې الله جل جلاله ته لاس پورته او خپل ضروريات ورڅخه اوغواړي ، او په خپلو مبارکو دعا ګانو کې دې د دې کرښو ليکوال هم نه هېروي .

    په روژه ماتي کې تلوار کول  :

             چې څنګه د روژه ماتي وخت پوره شي ، يا په يوه کلي کې زمونږ د خپل مذهب د خلکو اذان وشي ، نو بايد چې مسلمانان روژه ماته کړي ، او که د خپل کلي اذان يې وروسته کېږي نو   انتظار يې ونکړي ، ځکه چې د وخت له پوره کېدو سره سم روژه ماتول د خير سبب دی .   ۲۴ – له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : الله جل جلاله فرمايي چې : زما په بندګانو کې ماته تر ټوله خوښ بندګان هغه دي چې ځر تر ځره روژه ماتی کوي .      ( ترمذي )

             ۲۵ – له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر ( بخاري )

   خلک به تر هغه پورې په خير وي تر څو چې هغوی ( د وخت له پوره کېدو سره سم ) ځر تر ځره روژه ماتی کوي . ( بخاري )

        ۲۶ – له یعلی بن مرة څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې : درې شيان د الله تعالی خوښېږي : روژه ماتی ځر تر ځره کول ، او پېښلمی وروسته کول ، او په لمانځه کې دواړه لاسونه يو په بل باندې ايښودل ( الطبراني )

       د سوال او توبې قبلېدل :

          ۲۷ – عبد الله بن مسعود رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې : د روژې د مياشتې هره شپه تر سهاره پورې د الله تعالی له لوري څخه يو څوک آواز کوي چې : آيا څوک شته چې د ګناهونه بخښنه غواړي چې ورته وبخښل شي ؟ آيا کوم توبه کوونکی شته چې مونږ يې توبه قبوله کړو ؟   آيا څوک شته چې کومه دُعا کوي چې مونږ يې ورته قبوله کړو ؟ آيا څوک شته چې کوم سوال کوي چې مونږ يې ضرورت ورته پوره کړو؟   الله جل جلاله هره شپه د روژه ماتي پر وخت شپېته زره کسان له جهنم څخه آزادَوي ، او د واړه اختر په ورځ بيا د روژې د مياشتې د ټولو شپو هومره کسان آزادوي ، يعنې دېرش وارې شپېته زره .       ( البيهقي شُعبُ الإيمان )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *