په سیمه کې ټول ترهګر او ورانکاري ګروپونه د پنجابي پوځ او استخباراتو لخوا تقویه کیږي، روزل کیږي، پیسې او وسلې ورکول کیږي او بیا په سیمه او نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو لپاره استول کیږي.
د پاکستان په پوځ، استخباراتو او حکومت کې ۸۰٪ پنجابیان دي، د همدی پوځي او سیاسي چارواکو د واک او ځواک له امله ټولې سیاسي وژنې، ترهګریز بریدونه، تښتونیې (اختطافونه)، قتلونه او ورانکارې کړنې د پاکستان به نورو سیمو کې (په ځانګړي ډول په پښتونخوا کې) تر سره کیږي، نه په پنجاب کې. په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په پاکستان کې چې څومره بمې چاودنې تر سره شوي ۶۵٪ یې په خیبر پښتونخوا کې تر سره شوي چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ټولو قربانیانو ۷۱٪ قربانیان هم د همدی ایالت خلک تشکیلوي، ۲۳٪ په بلوچستان (جنوبي پښتونخوا) کې تر سره شوي چې د قربانیانو ۲۰٪ په دی ایالت پورې اړه لري. مګر په پنجاب کې په ټول کال (۲۰۱۲) کې یواځې یوه چاوده تر سره شوې چې ۵ کسه په کې وژل شوي وه، په داسې حال کې چې د پنجاب نفوس د ټول پاکستان ۶۵٪، پښتونخوا ۱۴٪ او بلوچستان ۷٪ دی. د نفوس او ترهګریزو بریدونو او د دی بریدونو د قربانیانو شمیرو ته که سړی پام وکړي په هر څه په ډیره آسانۍ سره پوهیدلی شي.
د پنجاب لومړي وزیر شهباز شریف (د پاکستان د اوسني لومړي وزیر نواز شریف ورور) په یوه رسنیزه غونډه کې په ښکاره او څرګند ډول طالبانو ته په خطاب کې وویل چې زمونږ او ستاسو موخې او اهداف ګډ دي، په پنجاب کې ترهګریز بریدونه مه کوئ.
د دې خبرې مانا څه ده؟؟؟ یانې تاسو هم پښتانه وژنئ او زمونږ هم همدا موخه ده، هر څه چې کوئ همالته یې کوئ، پنجاب ته مه راځئ. پاکستان په ښکاره ډول د ترهګرو روزنه، پالنه او ساتنه کوي او ترهګرو ته هر ډول شونتیاوی او آسانتیاوی برابروي تر څو په سیمه کې بنجابي اسټبلشمنټ ته وسعت ورکړي او ساتنه یې د پښتون او بلوڅ د وینو په تویولو سره وکړي…. د پنجابي اسټبلشمنټ لاسونه تر څنګلو د پښتنو، بلوڅو او نورو لږکیو په وینو سره دي. ولی بیا هم ځینې بې خبره پښتانه د پنجاب او پاکستان په چوپړ ویاړي، په دی ویاړي چې پاکستانی دی. دی ته یې هیڅکله هم پام نه دی کړی چې همدا پنجاب او پاکستان دی چې په نړیواله سطح پښتانه ترهګر، بنسټپال او وحشي قاتلین معرفي کوي، پاکستان یو ترهګرۍ ځپلی هیواد معرفي کوي، امتیازات تر لاسه کوي او په نړیواله کچه د ځان مطرح کولو هڅې کوي.
نړیوالو هم سره له دې چې په هر څه خبر او پوه دي سترګې او غوږونه بند کړي او د پښتون وژنې ننداره کوي. د لر او برافغان یووالی اوس نه یواځې د افغانانو اړتیا ده بلکه د نړیوالو لپاره هم د ارزښت وړ موضوع ده. همدا پنجابی اسټبلشمنټ دی چې نه یوازی د پښتنو نسل وژنه یې پیل کړی بلکه نړۍ ته هم ترهګر صاردوي. مونږ نور باید دا د ترهګرۍ ځاله د نړۍ له نقشې ورکه کړو تر څو نړۍ او سیمه د هوسايۍ سا واخلي. ای پښتونه خدای ته وګوره، خپل دوست او دښمن وپیژنه، خپل ځان وپیژنه او خپل هویت تر لاسه کړه.
د لوی، بسیا، خپلواک او هوسا لوی افغانستان په هیله.