تاند- په ترکیه کې د افغان ښځینه پولیسو د روزنې شپږمه دوره نن /چهارشنبه/ د سیفاس د پولیسو په مسلکي ښوونځي کې پیل شوه.
د ترکیې د صباح ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې څلور میاشتني کورس کې به افغان ښځینه پولیسو ته د وسلو، له وسلو څخه د کار اخیستلو او لومړنیو مرستو په اړه د معلوماتو د ورکولو په شمول پولیسي روزنه ورکړل شي.
دوی ته به دغه راز د تلاشۍ تخنیکونه، د ترافیک پولیسۍ اصول، موټرچلونه، د جرم په ځای کې څېړنې او د شواهدو اخیستل وروښودل شي.
د ترک ورځپاڼې پر اساس، افغان ښځینه پولیسو ته به دغه راز د امنیتي سیستم او خدماتو د فعالولو، د راپورونو د لیکلو او نور تخنیکونه ورزده کړل شي.
په دې مناسبت غونډې ته د ترکیې د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد ایرسوۍ وویل«له افغانستان سره د ترکیې همکاري به یوازې د پولیسو د روزنې تر بریده رالنډه نه شي؛ بلکې په نورو برخو کې به هم همکارۍ دوام وکړي.»
غونډې ته د افغانستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر امین الله کریم په خپلو څرګندونو کې د افغانستان او ترکیې د اوږدو او تاریخي اړیکو یادونه وکړه.
ده همداراز وویل «موږ په دې کار کوو چې په افغانستان کې د پولیسو درسي نصاب بدل کړو او د ترکیې له نصاب څخه به د یوې بېلګې په توګه کار واخلو.»
په ۲۰۱۱ م کال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د همکارۍ د دوو سندونو له لاسلیکه وروسته په ترکیه کې د افغان پولیسو او د ملي اردو د ځواکونو د روزنې چارې پیل شوې.
د ترکیې د کورنیو چارو د مرستیال وزیر په وینا تراوسه پورې په ترکیه کې ۲۹۹۶ افغان پولیس او ۴۳۰۰ د ملي اردو غړي روزل شوي دي.
داډیره ښه خبره ده.امادنظامی زدکړو تر څنګ ډیره اړینه یی بولم چی زمونږپولیس باید دهیواد په ملی ژبولکه پښتو اودری لیکنه اوخبری وکړی اوپه درسی پروراګرام کی یی تدریس شامل کړی .