تاند- د ترکیې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د خلکو په مستقیمو رایو ولسمشر غوره کېږي.

له څه باندې۹۰ کلونو راهیسي، چې په ترکیې کې جمهوریت تاسیس شوی، ولسمشر د دغه هیواد د پارلمان د غړیو له لوري غوره کېږي.

ډېر ګومان کېږي چې د رجب طیب اردوغان د عدالت او پرمختګ اسلامپال ګوند به دا انتخابات وګټي.

اردوغان، چې له ۲۰۰۳ څخه د ترکیې صدراعظم دی او بیا صدارت ته ځان نه شي کاندیدولی، وايي چې که ده د ولسمشرۍ انتخابات وګټل نو هڅه به وکړي چې اساسي قانون تعدیل کړي او د ولسمشرۍ تر ډېره حده تشریفاتي چوکۍ به د ترکیې په اجرايي چوکۍ بدله کړي.

له اردوغان سره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دوه نور کامدید دي؛ په پارلمان کې د عمده اپوزیسیون د ګوندونو ګډ نوماند اکمال الدین اسحاق اوغلو او د پیپلز دیموکراتیک ګوند کورد (کرد) مشر صلاح الدین دیمیرتاس.

د ترکیې دا انتخابات هم د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په شان دي یعني که هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یو رایې ونه ګټلې، دوهم ځلي انتخابات به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *