تاند – په ترکیه کې د پوځ د یوې برخې له خوا د جمهور رییس رجب طیب اردوګان د حکومت پر ضد د کودتا هڅې پیل شوي دي.
ویل کیږي چې جیټ الوتکې د پلازمېنې انقرې په سر ګرځي، او ډزې هم اورېدل شوي دي.
د برتانیا ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې او بي بي سي نړیوال سروېس څو دقیقې مخکې ولیکل چې د ترکیې په بل ښار استانبول کې د بسفورس او فاتح سلطان محمد پلونه د امنیتي ځواکونو له خوا د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي خو دا لا معلومه نه ده چې آیا دا دواړه پېښې یوه له بلې سره تړلي دي.
د ترکیې لومړي وزیر بینالي یلدیریم وایي چې د پوځ د یوې ډلې له خوا د غیرقانوني عمل هڅه شوې ده چې یاد پلونه یې تړلي دي.
یلدیریم د ترکیې اېن ټي وي تلوېزیون ته د ټیلیفون له لارې وویل، «مونږ هڅه کوو، مونږ به دې هڅې ته اجازه ورنه کړو، هغه کسان چې په دغه کار یې لاس پورې کړی دی به د خپل عمل سخته بیه پرې کړي.» ښاغلي یلدیریم وویل چې دغې هڅې ته د کودتا نوم ورکول سم کار نه دی.
په ترکیه کې له تېر کال راهیسې په مختلفو ډولونو د ګډوډیو د رامنځته کولو هڅې کېږي چې د ډېرو پړه په کردي بېلتون پالو او یاغیانو اچول کیږي خو دا لا معلومه نه ده چې دغه هڅه به د پوځ دننه د کومې ډلې له خوا شوې وي او انګېزه به یې څه وي.