هر چاته خپلې سیاسي دولتي او ملي ګټې مهمې دي، نه اردوغان د اسلام او مسلمانانو په کیسه کې دې او نه هم څوک عثماني امپراطوري په«اسلامي امپراطوري» بدلولای شي.
د ترکیی له تاریخ څخه په واقعي ډول واقفو خلکو ته دا معلومات شته چې په ترکیه کې د یوه سیکولر نظام باني مصطفی کمال اتاترک ندې بلکه د دغه لوی هدف لپاره لږ تر لږه یوه پیړی اشخاصو، حکومتونو او جمیعتونو قرباني ورکړې ده.
له ډیرې پرنفوسه او جیوپولیتیک موقعیت لرونکې عثماني امپراطوری څخه د غرب هغه مهال لږه سترګه سوځیده کله چې د اقتصاد لوی عایدات د توري مخامخ جنګ او د څارویو سپرلي وه. په همدې اساس نو امپراطوری ته د جنګي ځواک په برابرولو کې د ملایانو فتواګانو او د صوفیانو ضرورت وو. نو عثماني امپراطورۍ هم د اسلام ولۍ د ښودنې په خاطر باید عوام فریبانه تصنعي اکټینګ کړی وای کنې په حقیقت کې عثماني امپراطوري هیڅکله خپلې دولتي منافع تر دینه ندي قربان کړي.
د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمایی کې د انګلیس له ظلمونو د جنوبي اسیا ټوله اسلامي خاوره سره تبۍ وګرځیده. هند خو څه چې دوه واره یې په افغانستان یرغل راووړو. انګلیسانو ته، هند، د دوې په ټوله مستعمره کې، د ملکې د تاج د غمي په څیر مهم و او د همدې استعمار د تداوم پخاطر د عثماني امپراطوری شتون دا یقیني کوله چې د روس پواسطه و هند ته د غځیدونکو لارو له نیواک څخه مخنیوی وکړي نو همدې تش په نوم اسلامي امپراطوری ته، انګلیس سره له دومرو ظلمونو تر ټولو نیږدې دوست وو. تاریخ پوهانو ته به د عثماني امپراطوری لخوا د امیر شیرعلي خان دربار ته د رالیږل شوي استازي؛ شیروانله احمد حمدي ایفندې، ډير ښه معلومات وي. د امیر شیرعلي خان په مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ ارتباطات ډير ښه. برعکس د افغانستان د ځمکني بشپړتیا په خطر کې اچولو اوعملا د انګلیسي یرغل په سبب د افغانستان او انګلیستان ترمنځ ارتباطات ډير خراب وو. سره له دې هم عثماني دربار له افغانستانه دا تقاضا لرله چې امیر باید د بخارا او افغانستان مسلمانان د کفارو روسانو په وړاندې جهاد ته ترغیب او منسجم کړي خو کله چې له استازي نه د هغه انګلیسانو په وړاندې د جهاد د اعلان څرنګوالي وپوښتل شې چې دوی د روسیې غوندې تهدید نه بلکه عملا د مسلمانانو په زجر او تعذیب مصروف دي نو بیا به «د خدای په ځمکه، د خدای سیوري ته د خطر» ببولاله وړاندې شوه.
بلخوا نه یوازې چې امپراطورۍ ملایانو او صوفیانو ته ضرورت درلود بلکه ملایانو او صوفیانو ته هم. سلطان هغه مهال په ځمکه د خدای سیوری بریښیدو کله چې به دربار د دوی د خیټې دوزخ ورډکولو خو کله چې صنعتي انقلاب راشروع شو نو د ملایانو فتواوو او د صوفیانو زاویه ګانو خپل اهمیت له لاسه ورکړو. او ایجاب ددې کیدو چې باید داسې بنیادونه ورغول شي چې هغه د امپراطوری احتیاجات رفع کړي او د غرب د منوال مطابق باید نور ده دین او دولت پولې سره جدا او وټاکل شي.
د عثماني امپراطوري د ځواک ټول جوړښت په یوه مثلث کې خلاصه کولی شو چې عبارت له «خلیفه، دارالفتوی(ملایان، شیخان، صوفیان او نور) او اردو » دي. ده مډرنیزم پیل باید له نظامي بنیادونه نه شوی وای خو مشکل دا وو چې فوځ بالخصوص «ینې چرې» برخه یې د « غنایمو د کمبود په وجه» دومره سړي خواره شوې وه چې دایما به یې له شیخانو سره په معامله کې دربار ته ستونزي جوړولې. حتی په ۱۸۰۸کال کې یې، له روحاني طبقې سره په لاس یوځای کولو د مصطفی په نامه عثماني خلیفه څخه سر غوڅ کړو. دغه ازغنه لاره د خلیفه په مرګ سره پرینښودل شوه بلکه دویم محمود(له ۱۸۰۸نه تر ۱۸۳۹ پورې) په ډير لوړ مورال سره یې خپلو مډرنیستي اصلاحاتو ته ادامه ویرکړه.همدغه سلطان د مډرنیزه کولو په لړ کې، فوځ لپاره « یو منظم یونیفورم» توصیه کړو مګر ملایانو یې په دې بهانه مخالفت وکړو چې دریشي له کفارو سره د شباهت علامه دې. په نتیجه کې سلطان مجبور شو چې اول د «یني چري بدمعاشه ځواک» پواسطه « د دربار ټول ملایان او شیخ الخدیثان» له تیغه تیر کړي او بیا په ۱۸۲۹ کال کې د نوي منځته راوړل شوي«عساکر منصوریه ای محمدیه» ځواک پواسطه یې یاغي یني چري اردو له منځه یوسي.
د ۱۸۰۰ کال راپه دې خوا، د جوړښتونو د مډرینزه کولو لپاره له فرانسې او انګلستان نه استاذان راوغوښتل شول، د هغوې د کریکولم له مخې په فرانسوي ژبه فوځیانو ته درسونه شروع کړل. د نظام په داخل کې نوي بدلونونه راغلل او په اروپا کې د ځوانو افسرانو لپاره مکتبونه او کورسونه ایجاد شول. په اروپا کې عثماني مکتبونو او کورسونه ته نه تنها چې نظامي کدرونه واستول شول بلکه په ملکي برخه کې هم زیات شمیر بورسونه ځوانانو ته ورکړل شول. تر څو کلونو وروسته، ورو ورو په روحاني برخې حلقه راتنګه؛ واکونه یې محدود او مډرن فکره ځوانانو ته یې ځایونه خالي کړل شول.
که څه هم د عثماني امپراطوری د زوال د مخنیوی یو غټ حل همدا ځوانان کیدلای شول خو په تاسف چې دا پروسه د روحاني طبقې د دایمې ستونزو د زیږولو په وجه ډیره زیاته ټکنۍ وه. په کال ۱۸۶۳ کې، امریکې له خپلې خاورې د باندې خپله لومړنۍ تعلیمي موسسه د رابرټ کالیج (اوسنی بوعازیچي) په نامه په استانبول کې جوړه کړه، د ۱۹۰۰ کال په اوایلو کې په یاد تعلیمي مرکز کې ده «کاندیلي» په نوم یوه رصد خانه تاسیس شوه چې همدا نن د سیمي په کچه ترټولو لویه رصد خانه حسابل کیږې. یاده رصد خانه تر لسو ډیر وارې د ملایانو لخوا پدې تور وسوځول شوه چې دا د خدای په کارونو کې ګوتې وهي.
د ملا له انحصاره د دربار وتل طبعا د دینکارو/اسلام کارو د د ګټو سره په ټکر کې وو. دلته دې چې د ملا او دربار ترمنځ د بیلتون پیلامه کیږي او دربار له همدې ورځې د ملا څخه د خلاصون هره لار لټوي او په مقابل کې ملا هم د خپل بغض د سړښت او د نس د ډکون په خاطر د هر چا لمن ته ورلویږي؛ د مختلفو لوبو او پروژو ښکار کیږي.
د دربار لخوا د ملا د فتوی او د صوفي ده حلقې ته د ضرورت له رفعې وروسته بیا ددوې ترمنځ هغه د اسلامکاری اړیکه او ناز وړنه پاتې نه شوه.
د ترکیی دولت یو انلاین ارشیف لري (دیولت ارسیولیرې- نقطه- جي او وي – نقطه – ټي ار) چې د عثماني خلافت د تاسیس څخه بیا د هغې د زواله، او بیا د نوي جمهوریت له تاسیسه تر نن وریځې پورې ټول فرامین او مکاتیب یو یو، سره له تاریخه؛ د جلد او ګڼې له شمارې سره ثبت دي.د نولسمې پیړی له پیل نیټې راپدیخوا په دغه ارشیف کې به په زرګونو داسې مکاتیب، جواز نامې او فرامین ومومی چې د عثماني خلافت په دوران کې، د مالیې د ترلاسه کولو په خاطر، د فاحشه خانو/عموم خانو، قمارخانو، میخانو + رقص خانو؛ او همدغو ځایونو ته د روسیې او نورې غربي نړی څخه د ښایسته ښځو د راوړلو/پیرلو په خاطر صادر شوي. ( د مثال په خاطر به دلته،ستاسو په اصطلاح، د لویې اسلامي امپراطوری د رسمي مکتوبونو پنځه نمونې درته وړاندې کړم:
Date:21-12-1327 هجري
Mahallelerarasındaumumhanelerbulunmasınınahlakivesıhhizararlarıbulunduğundanbunlaramünasibbirmahalbulunması.د محلې په منڅ کې د واقع فاحشه خانو د صحي او اخلاقي ضرر په وجه، بل یوه مناسب ځای ته د نقل مکان کولو امر.
Date:07-05-1328 هجري
Beyoğlu’ndadağınıkolarakbulunanumumhanelerinŞehremaneti’ningöstereceğibüyükbirdairetahsisolunarakbiryerdetoplanması. په بئ اوغلو کې په تیت و پرک شکل واقع فاحشه خانو د انتقال امر یوه واحد لوي تخصیص شوي مکان ته
Date: 10-08-1328هجري
Beyoğlu’ndaGalavaniSokağındaumumhaneaçılmasıüzerinesokağınsakinleritarafındankaldırılmasıistenmesiüzerine, Beyoğlu Polis Müdüriyeti’nin, umumhanelereŞehremaneti’ncebiryertayinedilmesiveizinsizumumhaneaçtırılmamasıtalebi. د بئ اوغلو د ګلاواني کوڅې د ساکنینو لخوا، په همدې کوڅه کې د افتتاح شوې فاحشه خانې د لیرې کولو امر.
Date:28-04-1330هجري
Galata’dabulunanumumhanelerinçokpis, kirlivegayrisıhhibirhaldebulunmasındandolayıbukonudavukubulançeşitlitahrirat.په ګلاته کې د واقع فاحشه خانو د ډیر زیات چټلوالي او غیر صحي بودن په وجه مختلف تحریرات
Date: 18-06-1332 Hijri
Şam’dabircamiyeçokyakınolanİtalyanİdaresindekiumumhaneninbirbaşkayerenakledilmesigerektiği.( په شام کې، یوه لوې جامع جومات ته ډیرې نیږدې پرتې، ده ایټالوي فاحشه خانې یوه بل مناسب ځای ته د انتقال امر)
د رسمي احسایو له مخې، له ۱۸۸۴ نه تر ۱۹۱۵کال پورې ، صرف د استانبول د ګلاته (نني کره کوې = بدنام کلی) په یوه ډيره وړه سیمه کې، عثماني دولت په امر د خلاص شویو فاحشه خانو تعداد تر ۴۰۰ پورته وو.
نو په افواهاتو باید خلک ونه غولول شي.
ترکیه تر اتاترکه سل کاله مخکې سیکولره وه خو اتاترک غریب صرف د خلکو غولوول بس کړل او په ډانګ پیلې یې سیکولره وبلله.
پورته خو صرف په اخرو کلونو کې له دولت سره اړوند چارو کې د سیکولریت مثالونه وو.
ایا لدې خبر یئ چېد یوه عثماني بادشاه مور هم ترکه/مسلمانه نه وه؟ د لمړي مراد نه رانیولې بیا تر اخر وحدت الدینه پورې، د ټولو میندې یا رومي اصله دي، یا فرانسوی دي، یا هم د سربستان، جیورجیا، یونان او نورو اروپایي هیوادونو غیر مسلمانې اتباع دي.
(نوټ: په لاندې لینک کې د ټولو عثماني خلیفه ګانو د میندو نومونه، دین، ملت او هیواد لیکل شوی
http://www.sozcu.com.tr/2012/gunun-icinden/hicbirinin-annesi-turk-degil-148388/ (
ایا لدې هم خبر یئ چې هر یوه سلطان او د خاندان علیا ای ال عثمان په هرم سرایونو کې، له بالکان هیوادونو، فرانسې او روسیې نه راتختول شوې پیغلې او هلکان، د خپل جنسي شوق د خړوب لپاره د ستر شیخ الحدیث په امر بیدریغه کارول کیدلې؟!
اکثره عثماني خلیفه ګانو بې دریغه شراب خوړل. ان په ۱۶۴۰ میلادي کال کې خو، ډير ځلیدلی عثماني خلیفه؛ څلورم مراد، له ډيرو شرابو څکلو په وجهه مړ شو. حتی په ۱۹۲۰ کال کې خلیفه عبدالمجید په خپله لیکلې رساله کې د عثماني امپراطوری د زوال یوازیني لامل د خلیفه ګانو پواسطه د شرابو بې دریغه کارول ګڼي.
“OsmanlıDevleti’ninçöküşünesebepolandertlerinbaşında, içkigelir.İçki, dinen de yasaklanmıştırveharamdır.Halifeçocuğuolanşehzadelerbunuaslaunutamazlarveunuttuklarıtakdirde hem ilâhîemirlerekarşıgelmiş, hem de milleteveOsmanlıHanedanı’naverilmişolanhilâfetilesaltanataihanetetmişolurlar. İçkiiçenlerinhilâfettevesaltanattahiçbirhaklarıyoktur”
ژباړه: د عثماني امپراطوری د زوال د لاملونو په سر کې «شراب»راځي. شراب منع شوي او حرام دي. د خلیفه زامن دا هیڅکله نه شي هیرولی او د هیروولو په صورت کې هم له الهی اوامرو سره په تضاد کې واقع کیږي، هم ملت سره او هم عثماني خاندان ته ورکړل شوي خلافت سره په خیانت کوونکو کې راځي. شراب خوړونکې نه د خلافت او نه د سلطنت حقدار دي.
حتی پدې نیږدې ورځو کې د «راکي» پنامه شراب چې د عثمانیانو د لوړې طبقې مخصوص شراب وو ممکن په نړیواله سطحه د ترکیې ملي څښاک په حیث ثبت شي.
نو خبره دا چې عثماني امپراطوري هیڅکله یوه اسلامي امپراطوري نه وه بلکه د خپلو سیاسې، نظامي او اقتصادي موخو په خاطر یې د اسلامیت نقاب اغوستی وو.
د امپراطوری په اخرو کلونو کې عثماني خلیفه ګان تر انتهايي درجې پورې د انګلیس/غرب الې وګرځیدې. لکه مخکې مو چې وویل د عثماني دولت د مډرنیزه کولو په بهیر کې زیات شمیر نظامي او ملکي محصلین اروپایی هیوادونو ته ولیږل او له هغه ځایه یې ځانه سره مډرن مګر ملتپاله فکر راوړو. ددغو روښانفکرانو غټ اکثریت مسلمان ترکان وو. دوې په اوایلو کې د «یونګ/ژونګ ترک مومنټ» یا هم « اتحاد چیان او ترقي پروران» پنامه سره مخفي فعالیتونه کول چې سرې کرښې یې « ترک نشنلزم، مشروطه نظام منځته راوړل، د ۱۸۷۶ کال لغوه شوي اساسي قانون او د عثماني مبعوسانو تړل شوې مجلس بیرته خلاصول» وو. دا چې دغه روښانفکره ملتپاله ډله نه د ملایزم پلوې، نه د مطلقه شاهي نظام ترڅنګ ولاړه او نه هم د بهرني استعماري استلاء طرفداره وه نو ځکه به د دربار او ممبر لخوا د یو لوې داخلي ماسوني یرغل پنامه او له غربه/خارجه به یې په جبین د «ارمنیایانو جینوسایډرانو» ټاپې وهل کیدې. دغه ملتپاله ډلې په اردو کې ډير نقوذ درلود چې د عثماني امپراطوری په مختلفو ولایاتو کې یې د کدرونو شمیر تر ۳۰ زرو نفرو رسیدو. مصطفی کمال اتاترک هم په ۱۹۰۷ کال کې په سالونیکا کې له اتحاد او ترقي جمیعت سره یوځای شو چې بیا وروسته یې د ځینې اختلافاتو په وجه لار ورسره جدا کړه. ( د جلال بیار او کاظم کاره بیکیر غوندې وروسته اسلامپاله شوي شخصیتونه هم د یاد جمیعت غړي وو)
همدغه ملتپاله ځوانان وو چې په خپلو تدابیرو یې د ننی ترکیی په حدودو کې د« ازاد کردستان او ازاد ارمنستان» پروژې له ماتې سره مخامخ کړې. او په تآسف سره چې په ترکیه د نني حاکم ګوند په برکت یادې پروژې همدا نن بري ته ورنیږدې کیدونکي دي.
د اول نړیوال جنګ په پای کې انګلیسانو استانبول او ځینې نور ښارونه ونیول او اخرنی عثماني سلطان وحدت الدین یې هم تر لاس لاندې د یوه لاسيوڅی عثماني دولت مشري غوره کړه. ددغه استعمار په وړاندې په فوځ کې شته ټول ملتپاله خوځښتونه اوږه په اوږه ودریدل؛ د انقرې په شمول ټولو ختیځو ولایتونو کې یې ملت په ځان راټول کړو او د استعمار د پای ته رسولو په موخه یې ملي مباره شروع کړه. خو په مقابل کې هماغه عثماني خلیفه د خپل تخت او بخت د خوندیتوب په پار، د یوه مسلمان خلیفه په حیث، د انګلیسانو په امر، د ملتپاله ازادي غوښتونکي غورځنګ د اعضاوو په وړاندې له هیڅ ډول جنایته او خیانته دریغ ونکړو. د پوځ په داخل کې هغه اشخاص چې د ملتپالنې شک ورباندې کیدو، د افریقې غوندې شنیعو ځایونو ته جلا وطنه کړل شول، د انګلیسي ځواکونو په مرسته یې بې دریغه شکنجه کړل، د غازي مصطفی کمال په شمول د ټولو ازادي غوښتونکو د نیولو په صورت کې د هغوۍ د ځای په ځای وژلو امر یې لاسلیک کړو، او کله چې «له استعمار څخه د خلاصون جنګ» بري ته ورسیدو نو د هماغه «مسلمانې عثماني خلافت خلیفه؛ سلطان وحدت الدین» په انګلیسي کشتیو کې تر لندنه وتښتیدو. تر ټولو بده خو یې لا دا چې نن هم د ترکیې ګوډ ملایزم او سقاویزم فکري پلویان همغه د انګلیسانو په کشتیو کې لندن ته تختیدلي او هلته تر مرګه د ذلیله ژوند تیرونکي سلطان، یو مسلمان خلیفه ګڼي او بل پلو د ننې پرافتخاره ترک ملت، معنوي پلار غازي مصطفی کمال بې دینه ګڼي نو دا ذهنیت تر غربي استعماري روبوټیت نه بل څه کیدلی شي!؟
ولې غازي مصطفی کمال اتاترک مجبور شو چې په هغومره وخیمو شرایطو کې خپل نوزاده جمهوریت سیکولر ونوموي؟
د غازي مصطفی کمال او دده ملګرو پواسطه د جمهوریت په ښکاره سیکولر اعلانولو او د شیخانو، پیرانو، ملایانو، اغاګانو، او صوفیانو په وړاندې د ډیر شدید عکس العمل یو تر ټولو لوی علت هم همدا وو چې دښمن لخوا به یې نوزاده ترک ملت تل له همدغه مورچله تر برید لاندې نیول کیدو. د کمالیزم د شپږو اساساتو اول او ترټولو معتبر اصل «جمهوریت » دې. اتاترک صرف پدې کافر دې چې د داسې جمهوریت غوښتونکی دې چې «اقتدار بې کیده او بې شرطه د ملت په لاسونو» کې ورکوي او خلیفه پدې مسلمان وو چې« د ورځې به یې ځان ده خدای په ځمکه، ده خدای سیورئ بللو او د شپې به د لس ګونو باکرو پیغلو په منځ کې سرخوشه پروت وو». د اتاترک د واقعی انسان او ښه مسلمان بودن په خاطر تر دې بل ثبوت څه کیدای شي چې جمهوریت د اساس یعنې « ده ملت د کور(پارلمان)» د افتتاح په مهال یې د قرانکریم ده ختم او د یوه څاروي د قرباني کولو حکم کوي.
د لوزان تر کنفرانسه وړاندې، ده عراق موصل ولایت چې باید د نوي ترکي جمهوریت یوه برخه وای، د انګلیسانو لخوا په چل و فریب ونیول شو. تر ډيرو مذاکراتو او کنفرانسونو وروسته هم د ترکیی جمهوریت د یادې معضلې په حل ونه توانیدو. بالاخره د ۱۹۲۵ کال په مارچ میاشت کې د ترکیی په پارلمان کې یوه د لوړې سویې مخفي غونډه کیږي. د غونډې په پاې کې په قاطع اکثریت فیصله وشوه چې په ګهیځ به په خفیه ډول موصل میشتي انګلیسي ځواکونو تر برید لاندې نیسي او د موصل ولایت به بیرته له ترکیې جمهوریت سره وصل کوي خو په پارلمان کې نفوذي خاینو کړیو له خوا د یادې غونډې ټول جزیات په هماغه ساعت، د تیلیګراف له لارې، له انګلیسانو سره شریک کیږي. دا چې په موصل ولایت کې، د انګلیسانو سره، د یاد برید په خاطر مهمات او ځواکونه کفایت نکوي نو پدې نامه چې ګوندې د نوی جمهوریت اساسات د اسلام دین سره په ټکر کې دي، د شیخ سعید پنامه یو مذهبي مشر په نویو کاغذ پیچو وسلو سمبالوي او پواسطه یې نوی زیږیدلی او تازه له جنګونو راوتلی جمهوریت تر ټولو سخت برید لاندې راولي. هغه ټوله تابیا چې باید په اساس یې د موصل ښار نیول شوی وای په یوه مذهبي روبوټ شیخ سعید مصرفیږي او تر ننه « ده اسلامي نړی د تیلو کوهي» په شکل د اشکالو د انګلیسانو/امریکایانو په لاس کې پریوځي.(دا هر څه کومه ادعا یا د قیاس په اساس معلومات ندي بلکه په یادو عملیاتو کې ټول ده اول لاس تلیګرافونه د ترکیی یوې ترټولو لویې ژوندې تاریخپوهې؛ سیوتاپ دیمیرجي، لخوا چې ده لندن له اکسپورډ پوهنتونه په لوزان کنفرانس کې دوکتورا لري ترلاسه شوي)
اردوغان دې مصطفی کمال اتاترک ته دعاوې کوي چې عثماني ترکي ژبه یې ورته په مډرن ترکي ژبه بدله کړه. که همدا نن هم د ترکیې تش په شعار غولول شوی اسلامست عوام، لس فیصده هم په عثماني ترکي ژبه پوه شي او د عثماني امپراطوری له سیکوریزمه خبر شي په خدای چې مصطفی کمال اتاترک به تر ټولو واقعي مسلمان واکمن او اولین ترک پیغمبر په حیث اعلانوي.
همدا مصطفی کمال اتاترک او د ځوانو ملتپاله ترکانو خوځښت(ژونګ ترک مومنټ) وو چې د ننې ترکیې ځمکنې بشپړتیا او د ترک ملت هویت یې تر راتلونکو سلو کلونو پورې تضمین کړو کنې نن به ترکیه هم د سعودې عربستان په څير د یوې انګلیسي متحجره وهابي کورنی په ولکه کې وه.
عثماني امپراطوری د خپلو اقتصادي موخو د تضمین په خاطر به یې ترکان «اتراک بې ادراک = بې درکه او بې فهمه ترکان» او عیسویان او یهود به «ملت صادقه = صادق او ریښتونی ملت» بلل او برعکس همدغه د اسلامستانو لخوا رټلي شوي ملتپاله ترکانو بیا ترک ملت ته یو نوی هویت، نړیوال پرستیژ، په خپلو پخو ولاړه اردو او نظام ورکړو. بلخوا د همدې اسلامستانو (په شعار کې) دښمنه غربي/عیسوي نړی همدا ملتپاهل ترکان د ارمنیانو په قتل عام(ارمینین جینوسایډ) تورنوی . نو که د اسلامستانو له نریټیو او وړاندې کوونکو ستندردونو له زاویه څخه ولیدل شي نو کمالیزم د نورو ټولو تیرو او اوسنیو فکرونو په نسبت اسلام ته ترټولو نیږدې فکر دې؟!
تاسې صرف له ۱۹۵۶ کاله رادیخوا (په ترکیه کې د ملټي پارټي سیستم تر منځته راتګه دیخوا) په ترکیه کې د شریعتچیانو تاریخ په سم ډول او د بې طرفه مراجعو نه مطالعه کړی بیا به درته معلومات وشي چې د غرب، سهیونزم او ماسونیزم اصلي لاسپوڅي رژیمونه اتاترکچیان دي او که اسلامیستان.
په کال ۱۹۵۰ کې؛ ده جلال بیار او عدنان مندرس د ډیموګرات پارټی په مهال، ترکیه د غرب ټولو غوښتنو ته په اخلاص لبیک وویلو. د ازاد مارکیټ په نوم د ترکيي ملي اقتصاد له رقوده نیولې بیا د جمهوریت له اساسي اصولو سره تر خیانته یې څه وو چې ویې نکړل. همدغو جمهوریت ضدو کړیو، د جمهوریت د بهرنې پالیسئ د بنیادي اصل «په کور کې صلحه، په جهان کې صلحه» د ایجاباتو برعکس؛ د ترکیی د پارلمان د نه تایید سره سره، د ترکیې فوځونه د جنوبي کوریا په جنګ کې؛ د اسلامست کنعان ایورن په مشری، د غرب په عام و تام خدمت کې ورکړل.
دا اتاترکچیانو، نه بلکه د جلال بیار او عدنان مندرس غوندې سرسپارلو اسلامستانو په برکت، صرف د خپل قدرت د تداوم لپاره او د مارشلان فلان ماننده بهرنېو مرستې د ترلاسه کولو(ناټو سازمان عضویت اخیستو په مقصد) په موخه یې ده ترکیې خاوره، هوا او اوبه، امریکې ته په قباله ورکړله. پدغه ناموس فروشی کې ده اینجرلي غوندې، د منځني ختیځ هغه ترټولو لویې نظامي هډې هم شاملې دي چې پواسطه یې د افغانستان په شمول، په عراق او سوریه کې امریکایی یرغل بریمن شو. نو اوس اتاترکچیان د استعمار الی شوې او که اسلامستان؟!
د ساړه جنګ په مهال؛ کله چې د ایران ده غرب پلوه شاه تخت، ده غرب ضده اسلامي انقلابیانو لخوا رانسکور شو؛ کله چې په افغانستان کې د شهید سردار محمد داوود خان(رح) جمهوري نظام ده غرب ضده کمونستانو لخوا راونړیدو؛ کله چې په ترکیه کې د غربي استعمار ضد سوسیالستان او کمونستان تر هغه بریده قوي شول چې نیږدې وو چې د افغانستان او ایران په څیر دوې هم کامیابی ته ورسیږي. نو پورته ټولو پیښو ته په کتو سره د امریکې د وخت ولسمشر جیمي کارتر په مستقیم امر، په ترکیه کې د کودتا تابیا ونیول شوه. پدغه مهال کې؛ عینا په افغانستان کې د عملي شوې نسخې په څیر، د کمونیزم په وړاندې او د ساړه جنګه وروسته، په اسلامي هیوادونو کې، د نړیوالي غربي استعماري پالیسیو د تطبیق په موخه یوازینئ حللاره« اسلام کاري او تش په نوم اسلامي حکومتونو منځته راتګ» وو.
په ۱۲ سپتمبر ۱۹۸۰ کې، د ترکیي په مډرن تاریخ کې ترټولو خونړی کودتا وشوه.
(اصطلاح په اړوند وکسئOur Boys Have Done IT (
دغه کودتا د اسلامپاله کنعان ایورن په مشری ترسره شوه چې بیا وروسته همدغه کنعان ایورن د نهو کلونو لپاره د ترکیی دکتاتوره ولسمشر وو. همدې اسلامپاله کنعان ایورن د ناټو سازمان ده عضویت اخیستو په خاطر، د جنوبي کوریا په جنګ کې د ترکي فوځونو قومانده په غاړه لرله. د یادې کودتا په نتیجه کې ۶۵۰۰۰۰ نفره بندیان شول، له ۱۴۰۰۰ نفرو ترکي تبیعت واخیستل شو او تر ۵۰۰ نفرو ډیر په زندانونو کې تر شکنجو او تعذیبونو لاندې ووژل شول.
د ۱۲ سپتمبر امریکایی کودتا، د ترکي جمهوریت، د زوال له لویو قدمونو څخه وو. تر دغه امریکایی کودتا وروسته د امریکې لخوا د نجم الدین اربکان او محسن یازه جه اوغلو په څیر نسبتا سرخلاصو مګر ملتپاله اسلامپاله کانالونو سره ارتباط ونیول شو تر څو په منځني ختیځ کې د راتلونکو پروژو د تطبیق په موخه د ترکیی واک او اختیار په لاس کې ورکړي. دا هغه پروژې وې چې د عثماني امپراطوری له اخري سلو کلونو نه راپدیخوا طرحه او په لاره اچول شوې وې چې په نړیوال سیاست کې د «ایسټرن کویسچنز(د ختیځ برخلیک)» پنامه سره شهرت لري. د یادو پروژو مخه د چناک قلعې د جنګ په بریا او د یوه ملتپال مدرن سیکولر نظام په منځته راتګ سره تر ډیره بریده نیول شوې وه.
تر ۱۲ سپتمبر ۱۹۸۰ امریکایي کودتا وروسته، امریکایانو د ترکیی لپاره خپله طرحه له نجم الدین اربکان او محسن یازه جه اوعلو غوندې ملتپاله مګر سرخلاصو اسلامستانو سره شریکه کړه. دا چې دغه طرحې د ترکیې له استعمار او د سیمي له تباهې څخه بل هیڅ کوم شی په ځان کې نلرلو نو هغوې ورته په شدت سره د نه ځواب وایي.
په دې وخت کې اردوغان د ډیرو ناکامو هڅو وروسته د نجم الدین اربکان د رفاه پارټي له لارې د استانبول ښاروال ټاکل شوی وو. امریکایان هم لاړل د امام خطیب له مدرسې نه فارغ شوي، بې تجربې او اقتدار ته شدیدآ تږي سیاسي ماشوم اردوغان ته یې خپله طرحه وړاندې کړه هغه هم بغیر له چون و چرا ورسره ومنله. په همدې اړوند عمر خوړلي مګر نسبتآ سرخلاصي نجم الدین اربکان په سریحو الفاظو وایي چې سهیونیزم ترکیه او لوی ترک ملت په لښکرو مارش کولو او د نفوذیانو په ګمارلو ایل نکړو مګر اوس یې د اسلام په نامه، د اسلامپاله اردوغان په جامه کې، مطلقا ایل کوي. ده به ویل چې اسلام د شعور دین دې نه ده شعار، او ده اردوغان اقتدار به ترکانو ته ټیکري ور په سر کړي خو شعور به ورنه لرې کړي. اربکان نن تقریبآ د اکثرو ترکانو؛ هم شریعت پلوه او هم سیکولرانو، ترمنځ په هغه سیاستمدار مشهور دې چې تقریبآ ډيرې پیشګویانې یې سمې خیژي. ده ویلي وو چې غرب به « د ای کې پې( د اردوغان د عدالت او پرمختیا ګوند)» په شتون کې د «د منځني ختیځ لویې پروژې» د تطبیق په خاطر، به سیمه ټوټه ټوټه او په جهنم بدله کړي. د یادې پروژه اساسي هدف د اسرایلو یو داسې لوې دولت منځته راوړل دي چې بیت المقدس او نورې هغه برخې په ځان کې ولري چې په تاریخي لحاظ د یهودو دي. ددې لپاره لازمه دې چې اول په منطقه کې شته نظم له منځه یووړل شي؛ قوي نظامونه مات او متحد ملتونه ټوټه ټوټه شي. چې دا پروژه تر ډیره بریده د بري تر پولو ورنیږدې کیدونکې دې.
په اول کې عراق د له ترکیې خاورې، هوا او اوبه څخه په استفادې؛ د عراق او ایران او عراق او کویټ جنګونو په مهال ځپل شویو کردانو (چې بیا وروسته ورباندې امریکې ښه درنده سرمایه ګذاري وکړه) په مټ او د ډيرو شواهدو له مخې په ترکیه کې د روزل شوي داعش په وسیله د تجزیې تر پولې رسیدلی. سوریه هم د سنی او شیعه په نامه، ده ترکیی له حمایې څخه برخمنو سنیانو/ترکمنانو په مټ تر دې بریده راورسیده.
له کومه وخته چې ده غازي مصطفی کمال اتاترک د بهرنی پالیسئ مرکزي اصل«یورت ته صلح، جهان ده صلح= په کور کې صلحه، په جهان کې صلحه» نقض شوی بیا نو نه ګاونډیو هیوادونو له ترکیی خیر لیدلی او نه به هم ترکیه له خپلو ګاونډیو هیوادونو خیر وګوري. همدا نن هم اضافه تر دریو ملیونو سوریایان په ترکیه کې ذلیل ترینه ژوند تیروي؛ په واده کړو ښځو یې په دسته جمعي توګه جنسي تیری کیږي، پیغلې لوڼه یې، د غربت له وجهي، د عمر خوړلو ترکانو ته ورودیږي، په مارکیټ کې سوریایي کارګر د ترک وګړي په نیم معاش او اسانتیاوو د خره په ډول استفاده کیږي، د سوریي ټوله شتمیني په مختلفو نومونو او تاکتیکونو ترکیی ته راوړل کیږي، د سوریی زرګونه کلن تاریخي اثار د ترکیي ملیاردرانو د کور زینت او په عمر خامې پیغلې یې د کور وینځي ګرځی لنډه او اوږده یې دا چې لکه څه نادودې چې ده ضیاالحق پاکستان، د جهاد په مهال، د اسلام په نوم، له افغانستان سره وکړې تر هغه څو چنده بدتره یې ده اردوغان ترکیه له خپلو سوریایانو او نورو ګاونډیو سره کوي.
پخوا به د ترکیی ځمکنې بشپړتیا د کَردانو د مسئلې له وجهې له خطر سره مخامخ وو مګر د پنڅلسم جولای سناریو شوې کودتا، ترک ملت په اسلامپاله او غیر اسلامپاله هم سره وویشلو. د تیر کال کودتا راپدیخوا په سلهاوو زرو سیاسي مخالفین چې اکثره یې د لوړې سویې کدرونه دي، د فتح الله ګولن اسلامي حرکت سره په تړاو زنداني شوي، جلا وطنه شوي، له دولته شړل شوي، او حتی له منځه وړل شوي او دغه بهیر همدا نن هم جریان لري. دغه د ترکیی له نرمې تجزیی نه بل هیڅ هم نه شي کیدای. که خدای نخواسته په ترکیه کې، د نولس سوه اویایمو کلونو په څیر، کومه عادي انارشي او ګډوډي هم منځته راشي، نو دا وار به نه تنها چې کرد او ترک یو بل سره وخوري بلکه اسلامپاله او غیر اسلامپاله به هم یو د بل ویني سره وبهوي.
خپله اردوغان هم د معدې په سرطان اخته دې او دده دیکتاتورانو دریځ داسې یوه حال ته رارسولی چې د یو څو محدودو کسانو ماسوا یې ټول د لوړې رطبې ورپاتې شوی ایشیلون کم ظرفه کسان دي. د عبدالله ګل او داوود اوغلو غوندې نسبتآ عقل سرته راغلو کسانو هم ورسره خدای په اماني وکړه نو دده دومره کرنې به، دده په مرګ د ترکیی ټولنه خدای نخواسته تر تاریخونو تاریخونو وروسته ماته کړي نو سره ددې ټولو که یو څوک اردوغان د ترکیی او اسلام منجي بولي نو هغه به له یوه براین واشد شوي اسلامي روبوټ نه بل څوک کیدای شي؟!
Very well written and sound references