تاند – د ترکیې حکومتي چارواکي د استخباراتو د مشرانو په وینا خبر ورکوي چې دوی د ولسمشر رجب طیب اردوغان پلوي اعلان کړې. حکومتي چارواکي په انقره کې د کودتا کوونکو د یوې هیلکوپتر  د غورځیدو خبر ورکوي.

رویټرز اژانس د ترکې د صدراعظم په وینا خبر ورکړ چې حالات څه ناڅه کنټرول شوي دي خو نور راپورونه او تصویرونه په انقره او استانبول کې د ګډوډ حالت څرګندونه کوي.

د انقرې د پولیسو په مرکز کې د ۱۷ پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.  ځینو پوځیانو د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د منتخب حکومت د پلوي اعلان کړی دی. ځانګړیو ځواکونو په انقره کې د کودتا کوونکو د نیولو خبر ورکړی دی.

د ترکیې ولسمشر وایي، کودتا له پوځه بیلې شوې ډلې کړې ده. د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې ټولې ډلې باید په ترکیه کې د منتخب حکومت پلوي وکړي.

د استانبول هوایي ډګر تړل شوی دی. د ترکیې ولسمشر له خلکو غوښتي دي چې لارو کوڅو ته راووځي د استانبول ستر پُل چې له اروپا سره تړل شوی دی پوځیانو بند کړی دی. په استانبول او انقره کې ډزې او چاودنې اودریدل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *