تاند – په ترکیه کې د یوه واده په مراسمو په برید کې خواوشا ۳۰ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
دغه برید د اناتولیا ولایت په لویدیځ کې د غازي عینتاب په سیمه کې چې یوه کرد مېشتې سیمه ده او د سوریې له سرحد سره نژدې پرته ده، شوی دی.
د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوګان ویلي چې احتمال شته چې برید د اسلامي دولت په نامه ترهګرې ډلې کړی وي او دا چې دوی به پرې نه ږدي چې دغه ډول بریدګر بریالي شي.
ویل کیږي چې، څومیاشتې مخکې د روسیې استخباراتي ادارو داسې ادعاوې کړې وې چې د رجب طیب اردوګان د کورنۍ غړي د اسلامي دولت له ډلې سره په ګډه د تېلو تجارت پرمخ بیایي.