تریخ ناور

نژدې یوه میاشت کېږې چې په هلمند ولایت کې د افغان ملي پوځ له خوا د افغان دولت د مخالفینو د یو مخ تصفیې په موخه د ذوالفقار په نوم پوځي عملیات روان دي او په نتېجه کې تازه په تازه د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخيل   رسنیو ته ویلي چې د مارجې ولسوالۍ د تریخ ناور سیمه یې د مخالفینو له منګولو څخه ایستلې ده؛ مارجه و ناوه ولسوالي او لښکرګا ښار یې د دوی له ګواښه خلاص کړي دي ځکه له ډېرو کالو راهیسې په دغه سیمه کې طالبانو پوځي استحکامات، امکانات او زمېنه لرله، دلته یې د جنګي روزنې پروګرامونه تطبیقول، ځانمرګي یې روزل، ماینونه یې جوړول او له دغه ځایه یې په ټول جنوبي هلمند کې جګړییز فعالیتونه رهبري کول.

خو هغه لوی ګواښ چې دلته طالبانو تر خپل تګ وروسته هم پرې ایښی دی، هغه د زرګونو کرل شوو ماینونو شتون دی چې هره شېبه د هلمندي انسان ژوند په مرګ- ژوبله ګواښي، د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې د دوی مسلکي پولیس د دغو بې شمېره ماینونو په راټولولو او خنثي کولو بوخت دي.

تر دې مخکې د نوموړو عملیاتو په پایله کې افغان ځواکو د سنګین ولسوالۍ شکر شېله سیمه چې د مخالفینو لپاره یې حیاتي ارزښت درلود هم نیولې وه.

که څه هم چې دغه عملیات کرار مخته ځي او امنیتي مسؤلین یې علت د ملکي مرګ- ژوبلي مخنیوی او زیات شمېر شېندل شوي ماینونه بولي خو بیا هم د امنیتي چارو څېړونکي وایي چې د افغان امنیتي قواوو امکاناتو ته په کتو سره دوی ښه پر مخ ځي او په خلکو کې یې دا امیدوارۍ را پیدا کړي دي چې افغان ملي پوځ د خارجي پوځیانو له وتلو وروسته کولای شي چې خپلو مخالفینو ته د پخوا په نسبت غوڅه ماته ور کړي.

مخکې د خارجیانو د لاسوهنو، له اراضۍ او خلکو له سایکالوجۍ او دودونو سره د هغوی د نابلدۍ له امله ډېرې ستونزې موجودي وي او هم د افغان امنيتي قواوو لکه ملي پوځ، ملي پولیسو، نظم عامه او سرحدي ځواکونو تر منځ همږغي نه وه، اوس ویل کېږي چې دا همږغي رامنځته شوې او ورځ تر بلې زیاتېږي، همدا علت دی چې د افغانانو باور هم ورځ په ورځ پر افغان ځواک ډېرېږي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۶) ګڼه\ چارشنبه\کب ۲۷\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *